1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوگندا له سومالیې څخه خپل سرتیري راباسي

۱۳۹۱ آبان ۱۳, شنبه
https://p.dw.com/p/16cFv

د یوگندا هیواد غواړي چې په سومالیا کې د سخت دریځه اسلامپالو پر ضد له جگړې او د کانگو په جمهوریت کې د سولې له پاره د ترسره کیدونکو پوځي عملیاتو څخه خپل سرتیري راوباسي. په دې شان سره د یوگندا دولت د دغه هیواد په پلازمینه کامپالا کې د ملگرو ملتونو یوه راپور ته خپل غبرگون ښودلی دی.

د ملگرو ملتونو د یوه راپور پر اساس یوگندا او روندا د (M 23) په نوم له یوې ډلې څخه ملاتړ کوي. دغه ډله د کانگو ختیځه برخه تر کنترول لاندې لري او په کینشاسا کې د دولت پر وړاندې جنگیږي. خو دغه دواړه هیوادونه د ملگرو ملتونو راپور ردوي او د یوگندا دولت خو بیا دغه راپور ناسم بللی دی. یوگندا د افریقایی اتحادیې د ماموریت پر اساس په سومالیه کې په زرونو سرتیري د سخت دریځه اسلامپاله ډلې الشباب پر وړاندې په تر سره کیدونکي جگړه کې په دنده گمارلي دي.