یوه ځانمرګي په هلمند کې نهه تنه یاغیان وژلي
۱۳۹۶ خرداد ۲۴, چهارشنبهد ګرشک ولسوال محمد سلیم، ویلي دي چې په دې پیښه کې له طالبانو څخه د یوه جلا شوې ښاخ شپږ تنه نور جنګیالي ټپیان شوي هم دي. پیښه د چهارشنبې په ورځ په ياده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د طالبانو ویاند لا تر اوسه پورې په دې اړه نه دي ویلي.
تر دې مخکې هم د طالبانو بیلابیلو ډلو یو له بل سره خونړۍ نښتې کړې دي. په هلمند کې د طالبانو یو جلا شوی قوماندان ملا رسول، د دې ډلې له مشر ملا هیبت الله اخندزاده څخه بیل شوی او پر هغه باندې یې نیوکې کړې دي.
په یوه بله پيښه کې بیا د پکتیکا ولایت ویاند محمد رحمان عیاض، ویلي دي چې د پولیسو د یوه قوماندان کور ته نزدې له چاودیدونکو موادو یو ډک موټرسایکل چولی دی چې له کبله یې یوه ښځه او درې ماشومان وژل شوي دي. د دغه چارواکي په خبره په پیښه ک اووه تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي. چاودنه ښايي له لیرې څخه د ریموټ په واسطه رامنځ ته شوې وي.
د چاودنې پر مهال د پولیسو قوماندان په کور کې نه وو. لا تر اوسه پورې چا د پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.