1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه میاشت وروسته مشورتي لویه جرگه جوړیږي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ مهر ۲۷, شنبه

د مشورتې لویې جرگې د جوړولو د چمتووالي کمیسیون په خپل کار پیل وکړ. د دغه کمیسیون مسؤلیونو ډاډ ورکړی دی چې په راتلونکي یوه میاشت کې کولای شي، په بریا سره دغه لویه جرگه تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/1A2Yy
انځور: DW/H. Sirat

د مشورتي لویې جرگې د جوړیدو اصلي موخه، له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو په اړه د افغانستان د خلکو تصمیم نیول دي. دغه لویه جرگه به امریکایي سرتیرو ته د قانوني مصوونیت ورکولو په اړه پریکړه وکړي.

صبغت الله مجددي چې د دغه کمیسیون مشري پر غاړه لري، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر ۱۹مه) په کابل کې وویل چې مشورتي لویه جرگه به د امنیتي تړون په اړه پریکړې ته مثبته یا منفي رایې ورکړي: «یا به مثبت او یا به منفي فیصله صادره کړي. هیله ده چې د دغه جرگې په اوږدو کې چې پر کومو مسائلو بحثونه کیږي، یوې داسې نتیجې ته ورسیږو، چې د افغانانو او مسلمانانو په خیر تمامه شي.»

مجددي زیاته کړه که څه هم د مشورتې لویې جرگې دنده، «مشوره» ده، خو بیا هم هغه پر دې خبره باندې ټینگار وکړ چې همدغه مشوره بیا «فیصله» کوي.

په پام کې ده چې په دغه لویه جرگه کې به د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون، هره ماده د لوی جرگې د غړو پر وړاندې ولوستل شي.

د لویې جرگې د تر سره کیدو نیټه

د مشورتې لویې جرگې د جوړیدو د کمیسیون مسؤلین وایي چې دغه جرگه به تر راتلونکې یوې میاشتې یعنې د عقرب یا لړم د میاشتې د ۲۷ او ۳۰ نیټې تر منځ تر سره شي.

د لویې جرگې د جوړولو د کمیسیون د چارواکو په وینا په دغه جرگه کې به د افغاني ټولنې بېلابېل قشرونه گډون ولري.

د دغه کمیسیون د دارالانشا مشر صادق مدبر ویلي دي: «د لویې جرگې ورځ به بیا وروسته کمیسیون مشخصه کړي، د عقرب د میاشتې پر ۲۸، ۲۹ او یا ۳۰ څخه به په یوه ورځ دغه جرگه تر سره شي. په دې اړه، چې کوم کسان به په دغه مشورتي لویه جرگه کې گډون ولري د ۱۶ تر ۱۷ کټگوریو خلک به په کې گډون وکړي.»

په پام کې ده چې په دغه لویه جرگه کې به د ټول افغانستان د بېلابېلو قشرونو شاوخوا ۳۰۰۰ استازي گډون ولري. د کمیسیون په وینا لویه جرگه به له څلورو ورځو تر اوو ورځو دوام وکړي.

ښاغلي مدبر په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د دغه لویی جرگې د امنیت له پاره امنیتي تدابیر نیول کیږي، تر څو جرگه د امن په فضا کې تر سره شي: «امنیتي کمیټه لا تر مخه د ولسمشر په حکم د ښاغلي بصیر سالنگي په مشرۍ ټاکل شوې ده، هغوی هم خپل امنیتي پروگرامونه په پام کې نیولي دي او ښه چمتووالی لري.»

انديښنې

د دغه لوی جرگې په اړه چې انتقاد کوونکي کومې انديښنې وړاندې کوي، د هغوی له جملې څخه یوه دا ده چې ولسمشر حامد کرزی به له دغې ولسي جرگې څخه په استفادې سره په اساسي قانون کې بدلون راولي او خپل واک به د نورو څو کلونو له پاره وغځوي.

خو د دغه جرگې د کمیسیون مسؤلینو په وینا، له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون د تائید او یا رد پرته، د جرگې په اجنډا کې بل څه ځای نه لري.

په دې تړاو مدبر زیاته کړه: «دغه تبلیغات چې له هر طرفه وي، غلط دي. کله چې درې کاله تر مخه لویه جرگه جوړه شوه، نو هم دغسې تبلیغات ول، خو دغه ټول تبلیغات دروغ وختل.»

د دغه جرگې لگښت د افغانستان د حکومت پر غاړه دی. د مدبر په وینا هیڅ کوم بهرنی هیواد دغه جرگې په مالي ملاتړ کې کوم نقش نه لري.