1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه مسافره له پاکستانه د فرانسې په هدف بیرته پاکستان ته ورسیده

۱۳۹۱ شهریور ۱, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15uLl

یوې ښځې چې غوښتل ئې د پاکستان له لاهور ښار څخه پاریس ته سفر وکړي، د دې کار له پاره ۱۸ ساعته په الوتکه کې مزل وواهه خو بیرته لارهور ته ورسیده. د دې کار لامل دا وو چې دغه ښځه له لاهور څخه پاریس ته د رسیدو پر مهال ویده وه او د الوتکې کارکوونکي هم په دې نه دي توانیدلي چې هغه وویني. کله چې هغه له خوبه ویښه شوه نو الوتکې په فرانسې ناسته کړې وه او له دې هیواد څخه بیرته د پاکستان په لور روانه وه.

دغه فرانسوی ښځه پاتریس کریستین احمد نومیږي چې له یوه پاکستاني وگړي سره ئې واده کړی دئ. د هوایي شرکت چاروایي وایي چې اوس هغوی په دې اړه څیړنې کوي چې ولي د الوتکې کارکوونکي په دې نه دي توانیدلي چې دغه ښځه په پاریس کې د الوتکې د ناستې پر وخت وویني.