یوه افغانه میرمن په آلمان کې وژله شوې
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهد آلمان پولیس د یوې ښځې چې دوه ماشومان یې لرل د وژني پېښه څیړي. دغه ښځه په چاقو وژل شوې. پیښه د بایرن ایالت په وړوکي ښار پرین آم کيمزي، کې رامنځ ته شوې ده.
د بایرن پولیسو ویلي دي چې اوس په دې اړه څیړنې روانې دي چې روښانه شي ولي نیول شوي شکمن کس، د دې ښځې په قتل لاس پوري کړی دی. د روزنهایم ښار د پولیسو یوه ویاند د سه شنبې په ورځ ویلي دي: «موږ تر اوسه پورې په دې اړه هیڅ دقیق معلومات په لاس کې نه لرو.»
دا په داسې حال کې ده چې د آلمان بیلد ورځپاڼې ویلي دي چې دغه ۳۸ کلنه ښځه ښايي مسحیت ته اوښتې وه. د پولیسو ویاند زیاته کړې ده چې دغه موضوع به هم د پیښې په اړه د څیړنو پر مهال وپلټي.
ښځه د شنبې ورځي په ماښام د هغې د ماشومانو په مخکي وژل شوې ده. پیښه په عام محضر کې د یوې لویې مغازې مخې ته رامنځ ته شوې ده.
ښځه تر هغه وروسته چې څو واري په چاقو ووهل شوه، روغتون ته هم ولیږدول شوه، خو بیا یې هلته سا ورکړه. د پولیسو په حواله نیول شوی شکمن کس یو ۲۹ کلن افغان دی. دغه کس تر دې مخکې په یوه رواني روغتون کې بستري وو.
هغه ماشومان چې د خپلې مور د وژنې پیښه یې په خپلو سترګو لیدلې ده، اوس د آلمان حکومت له خوا ساتل کیږی.
زموږ له ارشيف څخه: