1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: په نړۍ کې ۵۰ میلیونه ماشومان بې ځایه دي

۱۳۹۵ شهریور ۱۷, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې یونیسف په حواله ۵۰ میلیونه ماشومان د جګړو او نورو شخړو له کبله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. هر دویم مهاجر له ۱۸ کلونو کم عمر لري.

https://p.dw.com/p/1Jwtf
Albanien Kinder Straßenkinder Tirana
انځور: Getty Images/G.Shkullaku

د ملګرو ملتونو په یوه نوي رپوټ کې چې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶م کال د سپتمبر ۷ نيټه) خپور شو، ویل شوي دي چې په ټوله نړۍ کې د وسلوالو شخړو او روز زیاتيو له کبله کابو ۲۸ میلیونه ماشومان په تیښته دي. په دې رپوټ کې چې په نیویارک کې د «بې کوره کول» تر عنوان لاندې خپور شوی، راغلي دي چې له دوی څخه یې ۱۷ میلیونه په خپلو هیوادونو کې بې کوره دی او ۱۱ میلیونه نور بیا د هیواد پریښودو ته اړ شوي دي. نورو ۲۲ میلیونو نجونو او هلکانو د ډيرې بې وزلۍ، جنایاتو او یا نورو عواملو د مثال په توګه د چاپيریالي خطرونو له کبله خپلو هیوادونو ته شا ورګرځولې ده.

رپوټ وايي چې هر دویم مهاجر تر ۱۸ کلونو کم عمر لري او دا په داسې حال کې ده چې دا طبقه د نړۍ د نفوس کابو یو پر دریمه برخه جوړوي. زیاتره ماشومان د مور او پلار سره په ګډه له خپلو هیوادونو څخه وځي خو د هغوی شمیر هم مخ پر زیاتیدو دی چې په یوازې سر خپل ټاټوبي پریږدي.

په ۲۰۱۵ م کال کې کابو ۱۰۰ زرو کم سنو چې پرته د یوه سرپرسته یې سفر کړې وو، د نړۍ په ۷۸ هیوادونو کې د پنا غوښتنې وکړې. دا شمیر د ۲۰۱۴م  کال په پرتله درې چنده لوړ دی. یونیسف اخطار ورکوي چې دا ماشومان د تیري او ناوړه ګټه اخیستنې له خطر سره مخامخ دي.

تر ټولو زیات ماشوم مهاجر په ترکیې کې دي

په رپوټ کې د مهاجرت د نړیوال سازمان د شمیرو په حواله ویل شوي چې د ۲۰۱۴م او د ۲۰۱۶م کال د جولايي ترمنځ موده کې ۱۵ زره مهاجر مړه شوي او یا لادرکه شوي دي. د ثبت شویو مړینو څخه دوه پر دریمه برخې یې په مدیترانې سمندرګي کې خپل ژوند له لاسه ورکړی. د اټکلونو له مخې په آژه سمندرګي کې د ډوبو شویو انسانانو یو پر دریمه برخه ماشومان ول.

د ۲۰۱۶م کال په لومړۍ نیمايي کې په اروپا کې کابو ۷۰ سلنه پنا غوښتونکي ماشومان د سوریې، افغانستان او عراق کړکیچ ځپلو هیوادونو څخه ول.

د یونیسف په رپوټ کې راغلي چې زیاتره مهاجر ماشومان د خپلو کورنیو سره لومړی په خپله سیمه کې د پنا لټه کوي. هغه لس هیوادونه چې تر ټولو زیات پنا غوښتونکي قبولوي په افریقا او آسیا کې پراته دي. د دغه رپوټ په حواله ترکیه احتمالاً هغه هیواد دی چې تر ټولو زیات ماشوم مهاجرو ورته پنا وړې.

بې له سرپرسته د سفر کوونکو باید ښه محافظت وشي

د ملګرو ملتونو دې ادارې خپل دا رپوټ په نیویارک کې د سبتمبر پر ۱۹ او ۲۰ د تیښتې او مهاجرت د بهیر په هلکه د ترسره کیدونکې سرمشریزې تر دمخه خپور کړی. دوی غوښتنه کوي چې په ځانګړي توګه د هغو ماشومانو چې په یوازې سر سفر کوي ښه ساتنه؛ او له انساناني قاچاق سره کلکه مبازره باید وشي. زیاته شوې چې دوی د روز زیاتي او ناوړه ګټه اخیستنې ښکار کیدلای شي.

سربیره پر دې باید د نجونو او هلکانو نیول هم پای ومومي. دا اداره غوښتنه کوي چې د دې مخه باید ونیوله شي چې ماشومان پر سرحدونو د کنترول او یا د اقامې د دوسیې په اړه د پریکړې په جریان کې له خپلو والدینو بیلیږي. په رپوټ کې غوښتنه شوې دي چې د ماشومانو او د هغوی د کورنۍ د یوځای کیدو په موخه باید «هر ډول ممکنه اقدامات» پر لار واچول شي.

یونیسف پر حکومتونو او مدني ټولنې غږ کړی چې ماشومانو ته باید د زده کړې حق ورکړل شي؛ خوراک، د څکلو اوبو، هر اړخیزو روغتیايي او همدا راز حقوقي خدماتو ته لاس رسۍ باید ولري.

سربیره پر دې د شخړو د علتونو او بې وزلې پر ضد هم جدي مبازره باید شوي. د یونیسف له خوا همدا راز زیاته شوې چې د پردیو سره د کرکې، دښمنۍ او تبعیض د له منځه وړلو له پاره هم باید اړین ګامونه پورته شي.