یونیسف: نابالغه مهاجر یوازي اروپا ته راځي
۱۳۹۵ خرداد ۲۵, سهشنبهپه هغه رپوټ کي چي نن سه شنبه (۲۰۱۶م کال د جون مياشتي ۱۴مه) د ملګروملتونو د کوچنیانو د مرستي سازمان له خوا په ژنیو کي خپور سو، راغلي دي چي نژدې۷۰۰۰ نجوني او هلکان یوازي له شمالي افریقا څخه ايټالیا ته تښتېدلي دي. دا د ۲۰۱۵ م کال د لومړیو پنځو میاشتو په پرتله پنځه برابره ډیر دي.
د یونیسف په حواله نابالغه مهاجر اکثراً د قاچاقبرانو له خوا وهل ټکول کیږي، جنسي تیری ورباندي کیږي، سخت کارونه په کيږي او بدلمنۍ ته مجبوره کیږي. ځیني نجوني حتی په لیبیا کي لا بدلمنیو ته مجبوره کیږي او ایټالیا ته په راتگ سره امیدواري وي.
د رپوټ له مخي د ۲۰۱۶م کال په لومړیو پنځو میاشتو کي۷۵۷۰ کوچنیانو وکولای سول، چي د والدینو او یا بې له هغو څخه د مدیتراني له لاري ایټالیا ته ځانونه ورسوي. د هغوی اکثره د مصر، گامبیا، گینیا او عاج ساحل څخه وي.
اکثره دغه کوچنیان د خپلي تیښتي له پیل څخه یوازي پریښول سوی وي، ځینو نورو بیا له خطرناکو لارو څخه د راتیریدو پر مهال خپل مور او پلار له لاسه ورکړي وي.
د مهاجرو د نړیوال سازمان- IOM په حواله په دغه کال کي تر اوسه پوري ۲۱۰۰۰۰ مهاجر د اوبو له لاري اروپا ته راغلي دي چي تر ۵۲۰۰۰ اضافه یې یونان ته رسېدلي دي.
ډیر لږ یې بیا هسپانيا او قبرس ته ورغلي دي. په دغه جریان کي تقریباً ۲۸۰۰۰ انسانان په اوبو کي ډوب سوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
په داسي حال کي چي ایټالیا ته تقریباً ټول مهاجر د افریقا څخه ورغلي دي، یونان ته بيا ډېر سوریايي، عراقي او افغان مهاجر ورغلي دي.