1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: بې سرپرسته کوچنیان د«غلامانو په شان خرڅیږي»

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه

یونیسف په خپل نوي رپوټ کي ویلي دي چي کوچنیان او نوي ځوانان په مخ پر ډیریدونکي ډول سره یوازي د خپلو هیوادونو څخه تښتي. خو دغه نابالغه او بې سرپرسته کسان د تیښتي پر وخت له سختو خطرونو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/2dC4H
Bangladesch Rohingya Flüchtlinge in Kutupalong Flüchtlingslager
انځور: picture-alliance/NurPhoto/T. Chowdhury

له کوچنيانو سره د مرستي صندوق (يونيسف) مرستیال جستین فورسای، د دغه سازمان په یوه تازه رپوټ کي کښلي دي، چي «که يو کوچنی هم یوازي له خپل ټاټوبي څخه تښتي، بیا هم ډیر دی.» له۲۰۱۰م کال راهیسي د بې سرپرسته نابالغه مهاجرو تعداد پنځه چنده سوی دی. یوازي په ۲۰۱۶ او۲۰۱۷م کلونو کي په ټوله نړۍ کي تقریبأ ۳۰۰۰۰۰ تر ۱۸ کلنۍ کم هلکان او نجوني له خپلو والدینو څخه جلا سوي راجستر سوي او نورو هیوادو ته مهاجر سوي دي. په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱م کلونو کي لا د هغوی تعداد ۶۶۰۰۰ وو.

په نوي رپوټ کي راغلي دي چي د کوچنیانو له پاره بیا دغه تیښته تر بالغو کسانو ډیره خطرناکه ده. فورسای همدارنگه لیکي چي بې پروا قاچاقبران د هلکانو او نجونو له کمزورۍ څخه گټه اخلي. قاچاقبران له هغوی سره د سرحد په تیریدو کي یوازي په دې خاطر کومک کوي چي هغوی غلامان، خرڅ او یا بدلمنۍ ته مجبوره کړي.

د یونیسف دغه مرستیال زياته کړې چي «موږ بالغه کسان د کوچنیانو او نابالغه کسانو په حق کي ډير لږ څه کوو.» ځکه نو یونیسف د داسي نړیوالو تدابیرو غوښتنه کوي چي کوچنیان او نوي ځوانان د استثمار، سوء استفادې او یا وژنو څخه راوگرزوي.

په جرمني کي د دغه سازمان د رئیس کرستیان شنایدر په خبره خصوصأ اوه مهم صنعتي هیوادونه (G7) مکلفیت لري چي د کوچنیانو او نوو ځوانانو د سرنوشت موضوع په خپله اجنډا کي ونیسي. دغه هيوادونه راتلونکي اوونۍ په سیسیلیاکي کنفرانس لري. دی اضافه کوي،«موږ اوس د کوچنیانو او نوو ځوانانو د دفاع او ملاتړ په خاطر نړیوالو موافقو ته ضرورت لرو.»

یونیسف په همدې ارتباط په یوه شپږ فقره اي پلان کي د نورو تر څنگ غوښتنه کوي چي نابالغه مهاجر دي نور نه بندیان کیږي. دا هم په داسي حال کي ده چي د اروپايي ټولني د مقرراتو پراساس هغوی بندي کیدلای سي.

پردې سربیره یونیسف ټینگار کوي چي د کورنیو یووالئ باید وساتل سي او هر کوچنی ته باید قانوني اقامت ورکول سي. سربیره پردې ټوله نابالغه کوچنیان باید تعلیم وتربیې او صحي خدماتو ته لاس رسی ولري. د هغوی د تیښتي د عواملو له پردیانو سره د دښمنۍ او تعصباتو په مقابل کي هم باید مبارزه وسي.

زموږ له ارشيف څخه: