1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونکر د مهاجرت په کړکیچ کې یو نوی بدلون ویني

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۸, شنبه

اروپا ته د راتلونکو مهاجرو په شمیر کې د پام وړ کموالې راغلې دی. د اروپایې اتحادیې د کمیسیون رئیس یونکر د مهاجرت په بحران کې د یوه تحول تمه لري. د هغه په اند اوس د دې وخت را رسیدلې دی چې له دې کړکیچ څخه زده کړه وکړو.

https://p.dw.com/p/1IjYb
انځور: picture-alliance/epa/P. Seeger

د اروپایې اتحادیې د کمیسیون مشر جان کلاود یونکر آلماني رسنیو ته ویلي دي: «له ترکیې سره موافقتنامې خپلې اغیزې ښودلي دي او د مهاجرو په راتگ کې په ښکاره ډول کموالی راغلې دی.»

نوموړي زیاته کړه چې هغه د مهاجرت په کړکیچ یو تحول ویني. د هغه په خبره د اروپایې اتحادیې او ترکیې تر منځ تړون د عملي کیدو په لومړیو دریو اونیو کې د مهاجرو په شمیر کې ۸۰ سلنه کموالی راغلې دی.

د اروپایې اتحادیې د کمیسیون رئيس زیاته کړه چې «په بشپړ ډول د خبرداري لیري کیدو څخه» هغه وخت خبره کولې شو چې د مهاجرو شمیر په دایمي توگه راټیټ شي. خو له ترکیې سره موافقتنامې اروپایانو ته دا فرصت برابر کړی دی، څو یو اغیزمن او منصفانه سیستم رامنځته کړي.

د دیوالونو او خنډونو جوړولو پر وړاندی خبردارۍ

یونکر د یونان او مقدونیا په سرحد کې پر دیوال او خنډونو جوړولو سخت انتقاد کړی دی. هغه ویلي دي: «زه د یو شمیر سیاستوالو له دا ډول اټکلونو سره موافق نه یم چې داسې دیوالونه او خنډونه به په اوږد مهال کې په بشپړ ډول د مهاجرت د بحران د حل په برخه کې اغیزمن رول ولوبوي.»

نوموړي زیاته کړه چې ممکن دیوالونه د مهاجرو د سفر مخه ونیسي، خو هیڅ خنډ او هیڅ دیوال به اروپا ته د راتلونکو هغو انسانانو مخه ونه نیولې شي، چې د جگړو او زور زیاتیو له امله له خپل هیواد څخه د تیښتې په حال کې دي.

یونکر اتریش ته له ایټالیا سره په پوله د «برنر» په سرحد کې د مهاجرو د راتگ د مخنیوې له پاره د کنترول پیلولو څخه خبردارۍ ورکړ. نوموړي ټینگار وکړ چې د دې گام پورته کول به یوه «سیاسي فاجعه» وي.

یونکر زیاته کړې چې د برنر سرحد د اروپا د شمال او سویل تر منځ یوه مهمه ارتباطي لار ده او هر شي چې د برنر پر وړاندی خنډ جوړوي، نه یوازې اقتصادي بلکې سیاسي پایلې به هم ولري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب