یونان غواړي د مرسته کونکو هیوادونو غوښتنه پوره کړي
۱۳۹۱ مرداد ۱۲, پنجشنبهاعلان
په یونان کې تر اوږدو بحثونو وروسته ایتلافي ګوندونه پر دې خبرې یوې موافقې ته سره ورسیدل چې نورې هغه ۱۱.۵ میلیارده یورو هم وسپموي چې د مرسته کوونکو هیوادنو له خوا ئې غوښتنه شوې ده.
دغه خبره د دیمار په نامه د دیموکرات چپي ګوند مشر فوتیس کوفیلیس، د صدراعظم انتونیس سماراس سره تر یوې لیدنې کتنې وروسته وکړه. کوفیلیس زیاته کړه چې په دې لاره کې به هڅه وسي چې بې وزلو ته کوم تاوان ونه رسیږي خو د نورو جزئیاتو په هکله ئې څه ونه ویل. په عین حال کې حکومت پر دې خبره ټینګار وکړ چې په هیواد کې د اصلاحاتو د پلې کولو له پاره یو څه نور وخت ته هم اړتیا لري.
که یونان د روان کال د سپتمبر په میاشت کې د ۳۱.۵ میلیارده یورو مرسته تر لاسه نه کړي نو دغه هیواد به له ډېوالیتوب سره مخامخ سي.