1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان د نا قانونه کډوالو له پاره زندان جوړ کړ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

یونان له اتین څخه دباندي د کډوالو له پاره یو زندان جوړ کړی دئ. دا په داسي حال کي ده چي سيمه ييزو اوسیدونکو د کډوالو له پاره د دې زندان له جوړیدو سره مخالفت کړی دئ او ویلي ئې دي چي له دې سره به په سیمه کي جرمونه ډیر سي.

https://p.dw.com/p/14nai
انځور: anonym

یونان د دوشنې په ورځ له پلازمیني اتين څخه بهر د هغو غیر قانوني کډوالو له پاره چي لازم اسناد په لاس کي نه لري یو زندان جوړ کړ. دا کار په داسي حال کي تر سره کیږي چي په راتلونکې اوونۍ کي به په یونان کي ټاکني تر سره شي. په دغو ټاکنو کي د کډوالو موضوع ډیر مهمه ده.

نظر پوښتني ښيي چي په یونان کي ښی اړخه افراطیانو د کډوالو پر ضد د خپلو نظرونو په خاطر پنځه سلنه ملاتړ تر لاسه کړی دئ چي دا به له هغوی سره په پارلمان کي د چوکیو په تر لاسه کولو کي مرسته وکړي.

په همدې حال کي د یونان حاکمو گوندونو هم خپل د کډوالو ضد سیاست سخت کړی دئ چي په ټاکنو کي رایي تر لاسه کړي.

سمیز خلک د زندان (کمپ) مخالف دي

د پولیسو یوه محلي چارواکي ویلي دي چي د کډوالو له پاره په دغه ځانگړي زندان کي چي د «اميگدالیزا» په سیمه کي پروت دئ، تر ۱۰۰۰ پوري غیر قانوني کډوال ځای پر ځای کیدای شي.

تر اوسه پوري په لسونو کسان دغه ځای ته لیږدول شوي دي. دا زندان (کمپ) له کانتینرونو څخه جوړ سوی دئ چي په اصل کي د داسي کسانو د ځای پر ځای کولو له پاره جوړ شوی دئ چي د طبعي افاتو له کبله بې ځایه شوي وي.

سيمه ييزو اوسیدونکو د کډوالو د ساتلو د دې زندان له پرانیستلو سره مخالفت کړی دئ. د هغوی په خبره د دې ځای په پرانیستو سره به په سیمه کي د جرمونو کچه لوړه شي.

یوه سيمه ييز چارواکي ویلي دي چي هغوی د دې کمپ د پرانیستلو د مخنیوي له پاره محکمې ته عریضه هم ورکړې ده چي هیله لري محکمه به ژر اقدام وکړي. په یونان کي به د ۲۰۱۳ کال تر نیمايي پوري د غیر قانوني کډوالو له پاره ۵۰ زندانونه جوړ شي.

په وروستیو کلونو کي یونان اروپا ته د ننوتلو په اصلي لاره باندي بدل شوی دئ. د هغو کډوالو په ډله کې چي په غیر قانوني ډول اروپا ته ځانونه رسوي ۹۰ سلنه ئې اوس د یونان له لاري داخليږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل