یونان د مهاجرو په راجسترولو پيل وکړ
۱۳۹۵ خرداد ۲۴, دوشنبهاعلان
د آلمان خبري آژانس د يونان د مهاجرو وزارت د معلوماتو له مخي ليکلي دي چي شاوخوا ۵۰۰۰۰ انسانانو ته به د اقامت اسناد ورکول سي. سربیره پردې به دا هم معلومه کړل سي، چي څوک غواړي په یونان کي پناه واخلي.
اوس د پناه غوښتني پروسو کارونه تر ټولو مخکي د یونان د جزیرو د راجستر په مرکزونو کي په ښه ډول روان دي او لومړیتوب ورکول کیږي. هلته ټوله هغه مهاجر ساتل کیږي او وچي ته نه پرېښول کیږي، چي د اروپايي ټولني او ترکیې تر منځ د مهاجرو تر تړون وروسته په غیر قانوني ډول راغلي وي.
هغوی کیدلای سي ددغه تړون په چوکاټ کي د پناه غوښتني د عریضې تر څېړلو وروسته بیرته ترکیې ته ولیږل سي.
خو بیا په وچه کي ددې برعکس حالت نامعلومه دی: د مهاجرو او کډوالو وزارت په حواله ډیری مهاجر که څه هم راجستر سوي دي، خو په دې منځ کي د اکثرو د اقامت اجازه ختمه سوې ده.