1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان: د ایدونومي مهاجر کمپ تړل کیږي

آژانسونه/ م.ن۱۳۹۵ خرداد ۳, دوشنبه

د یونان په شمال کي مؤقتي د مهاجرو کمپ«ایدونومي» تړل کیږي. په دغه کمپ کي په زرونو مهاجر په دې تمه ناست دي چي د مقدونيا سرحد به خلاص او مرکزي او شمالي اروپا ته به ځانونه ورسوي.

https://p.dw.com/p/1Isht
انځور: picture-alliance/abaca

یوناني رسنیو د ولسي دفاع وزارت په حواله د یکشنبې په ماښام خبر ورکړ، چي د یونان د پولیسو ځانگړي قواوي به د دوشنبه په ورځ د ایدونومي مؤقتي کمپ ته ولاړ سي او د کمپ په تخلیه کولو به شروع وکړي.

رسنۍ همدارنگه لیکي چي د کمپ د تخلیه کولو دقیق وخت تثبیت سوی نه دی، بلکي هغه د محل په شرایطو پوري مربوط دی. ځینو رسنیو بیا د هغه د تخلیه کولو وخت سه شنبه ورځ ښوولی دی.

په دغه مؤقتي کمپ کي شاوخوا ۹۰۰۰ مهاجر مېشته دي. هغوی تر اوسه پوري له دې سره مخالفت ښکاره کړی دی چي نورو دولتي کمپونو ته ولاړ او استوگن سي.

ددغه کمپ ډېر مهاجر اوس لا هم دا گومان کوي چي د مقدونيا سرحد به خلاص او مرکزي او شمالي اروپا ته به ورتیر سي.

څو ورځي دمخه په دغه کمپ کي مېشتو په سونو افغان مهاجرو د نه خوړلو اعتصاب کړی وو.