1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناني چارواکو۷۰ مهاجر له ډوبیدو څخه ژغورلي دي

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ مرداد ۱۵, جمعه

۷۰ تنه مهاجر چې غوښتل یې له ترکیې څخه د آژه سمندرګي له لارې په یوه «خرابه» کشتۍ کې خپل ځانونه یونان ته ورسوي، د یوناني مامورینو لخوا په اوبو کې له ډوبیدو څخه ژغورل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Jc9g
Schlauchboot mit Flüchtlingen
انځور: picture alliance/dpa/C. Hochholzer/Bundeswehr

ویل کیږي چې د ترکیې له ناکامي کودتا وروسته دا له ترکیې څخه یونان د مهاجرو تر ټولو لویه راتلونکې کشتۍ ده. د یوناني چاروکو پر حواله، په ترکیه کې د تیرې میاشتې ناکامې پوځي کودتا وروسته، د مهاجرو په دا ډول لویه کشتۍ نه وه راغلې. یوناني چارواکي زیاتوي چې د پنجشنبې په ورځ یې ۷۰ تنه مهاجر د آژه سمندرګي د لیسبوس ټاپو ته نژدې په سمندر کې ډوبیدو څخه ژغورلي دي.

تیر کال له ترکیې څخه د آژه سمندرګي له لارې یونان ته، ورځ کې په زرونو مهاجر اروپا د تلو په نیت راتیریدل، خو وروسته له هغې چې د روان کال په مارچ میاشت کې د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د مهاجرو په باب نوی تړون لاسلیک شو، په دغې لاره د تلونکو مهاجرو په شمیره کې خورا زیات کموالی راغلی دی.

د آژه سمندرګي له لارې ترډیره د منځني ختیځ او افریقايي هیوادونو، افغانستان، پاکستان او ایران څخه تښتیدلي مهاجر یونان ته راتلل، خو د تړون له لاسلیک کیدو وروسته اوس له دغې لارې دومره کار نه اخیستل کیږي.

یوناني چارواکو د پرونۍ پیښې په هکله ویلي دي، چې لیسبوس ټاپو ته نژدې یې ۶۷ تنه مهاجر چې په یوې خرابه کشتۍ کې سپاره وو او ۳ تنه نور چې اوبه ته غورځيدلي وو له ډوبیدو څخه بچ کړي دي.

د یونان د سرحدي قواوو یوه مامور وویل،« په کشتۍ کې ۷۰ تنه سپاره ول په داسې حال کې چې دغه کشتې سمندر کې د ډوبیدو په حال کې وه».

د یونان سمندري ژغورونکو ځواکونو له دغې پيښې څخه یوه ورځ مخکې، د چهار شبنې په ورځ هم ۳۸ تنه مهاجر له ډوبیدو څخه بچ کړي وو.

د ترکیې او اروپايي اتحاديې تر منځ د مهاجرت تړون د ترکیې لخوا له د یو لړ سترو شرطونو په پایله کې ترسره شوی دی. د ترکیې له شرطونو څخه یو هم دا دی چې اروپايي اتحادیه باید ترکيي اتباعو ته د شینګن هیوادونو آزادې ویزې ورکړي چې لا تر اوسه ورباندې عمل ندی شوی.

انقرې په دې تړاو په واضحه توګه ویلي دي که چیرې یې دغه غوښتنه ونه منل شي نو دوی به کړی تړون بیرته لغوه کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.08.2015):