یوناما د سیمه ییزو پولیسو په اړه نوې سپارښتنې کړې دي
۱۳۹۲ مرداد ۲۰, یکشنبهپه کابل کې د یوناما ویاندې ډاکټر نیلاب مبارز، د یکشنبې په ورځ له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې دغه دفتر د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د سیمیزو پولیسو د کړنو په اړه شدیده اندیښنه لري نو ځکه یي له حکومت څخه غوښتې چې د سمیزو پولیسو په ګمارلو کې له دقت څخه کار واخلي او په سمه توګه د هغوی د کړنو څارنه وکړي.
په ورستیو وختونو کې د افغانستان له یو شمیر ولایتونو څخه د سیمیزو پولیسو د کړنو په اړه شکایتونه را پورته شوي دي. یو شمیر افغانان ادعا کوي چې دغه ځواکونه بشري قوانین تر پښو لاندې کوي. یوازې له کندز او بغلان ولایتونو څخه په تیره یوه میاشت کې رسنیو د اربکي ځواکونو د تیریو دوه زیږه راپورونه تر لاسه کړي دي.
افغان حکومت په ۲۰۱۰ کال کې د سیمیزو پولیسو د جوړولو بهیر پیل کړ. ټاکل شوې ده چې تر راتلونکي کال پورې د دغو ځواکونو شمیر ۲۲۰۰۰ ته ورسیږي.
میرمن مبارز وویل چې د دوی د ادارې ارزونې ښيي چې په خاصه توګه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یې د سیمه ییزو پولیسو د کړنو په اړه ځینې اندیښنې راټولې کړې دي چې حکومت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.
د میرمن مبارز په خبره حکومت ته د سیمه ییزو پولیسو د استخدام په برخه کې د هغې د ادارې په سپارښتنو کې د سابقې څیړل، د شخصیت معلومول او په متواتر ډول د کړنو څیړل شامل دي. مبارز وویل: «موږ د سیمه ییزو پولیسو د کړنو په اړه شکایتونه لرل. په ځینو شمالي ولایتونو کې له دغه اړخه ډیري ستونزي لیدل کیږي. موږ حکومت ته خاصي سپارښتنې کړې دي چې د هغوی [سیمه ییزو پولیسو] په ګمارنه کې ښه دقت وکړي او سابقه یې وڅیړي.»
د ملګرو ملتونو دغې ویاندې ټینګار وګړ چې د امنیت د ټینګښت په موخه ګومارل شوي کسان باید د ناامنۍ لامل نه شي. هغه وویل: «هغه کسان چې حکومت د امنیت د ساتلو له پاره ګوماري او بیا په خپله د نا امنۍ لامل ګرځي، دا د ډیرې اندیښنې وړ مسله ده چې موږ یې وینو.»
د سیمیزو پولیسو له لوري د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو په اړه په داسې حال کې اندیښنې څرګندیږي چې پلان شوې ده ټول نړیوال ځواکونه د راتلونکي کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي.