1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما:د ملکي مرگ ژوبلو مخه ونیسی!

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۲۹, یکشنبه

یوناما د یو نوي رپوټ له مخې په تیرو درې میاشتو کې د ملکي وژنو شمیر ۱۳ سلنه راټیټ شوی، خو د ملکي ټپیانو شمیر ۱۱ سلنه زیات شوی دی. یوناما په ټولو اړخونو غږ وکړ چې په خپلوعملیاتو کې د ملکي خلکو د مرگ ژوبلو مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/1IXDS
انځور: picture alliance/abaca/K. Omid

په افغانستان کې د ملگرو ملتو د عمومي منشی، ځانگړي استازي، نیکولاس هیسم نن یکشنبه (د ۲۰۱۶ کال د اپریل ۱۷ مه) په کابل کې د افغانستان د تیرو دری میاشتو د وضعیت په هکله یو رپوټ وړاندی کړ. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې د ملکي وژنو په شمیر کې کموالی راغلی، خو د ملکي ټپیانو کچه لوړه شوې ده.

یوناما په خپل رپوټ کې یادونه کړې ده: په داسی حال کې چې د افغانستان حکومتي ځواکونو د طالبانو د بغاوت پرضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی، د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې د ملکي وژنو شمیر ۱۳ سلنه راکښته شوی، خو بالمقابل د ملکی ټپیانو په شمیر کې ۱۱ سلنه ریاتوالی راغلی دی.

د جگړې دوام د ملکي خلکو د ژوند په بیعه

یوناما وايي چې په افغانستان د جگړې دوام تر هر څه زیات د ملکی خلکو ژوند تاوانی کړی. د ملگرو ملتو د نوموړې نمایندگې د وینا له مخې له ۲۰۰۹ کال څخه را په دی خوا تراوسه پورې د ملکي خلکو مرگ ژوبلو شمیر له ۶۰ زرو څخه لوړ شوی دی. د نوي رپوټ له مخې د ۲۰۱۶ کال د جنوري له پیل څخه د مارچ تر پای پورې څه ناڅه ۶۰۰ ملکي خلک وژل شوی او۱۳۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي. دا ارقام ښي چې د تیر میلادي کال په همدې موده کې ۶۸۸ تنه ملکي خلک وژل شوي او ۱۲۱۰ تنه نور ټپیان شوي ؤ، چې دا په عمومي توگه دوه سلنه زیاتوالی ښي.

یوناما یادونه کوي چې مرگ ژوبلې د ماشومانو په مینځ کې زیاتې شوي دي. د یوناما د بشري حقونو د څانگې رئیس، دانیل بیل وویل:« د ۲۰۱۶ کال په لومړې ربع کې د مرگ ژوبلو کابو یو پر دریمه برخه ماشومان دي.»

Afghanistan UN Logo von UNAMA
انځور: AP Graphics

هغه زیاته کړه: «که چیرې ښونځیو، لوبځایونو، کورونو او کلینکونو ته نژدې جگړې دوام وکړي او د شخړې اړخونه په دغو ساحو کې له چادونکو توکو، په خاصه توگو له IED (پټ خښ کړای شوي چادونکي توکي) او یا د هاوانونو له تاکتیک څخه کار واخلي ، نو د ماشومانو دغه ډول مرگ ژوبللې به نورې هم زیاتې شي او دوام به پیدا کړي.»

د ملکي خلکو ژوند خوندې وساتی !

د یوناما دغه نوی رپوټ یادونه کوي چې د مرگ ژوبلو د ۶۰ سلنې لپاره حکومتي ضد قوتونه گرم دي، حال دا چې د ۱۹ سلنې لپاره حکومتي ځواکونه مسوولیت په غاړه لري. د نورو پاتو مرگ ژبولو په هکله سړی په یقین سره خه ویلاې نه شي چې څوک ملامت دي.

نیکولاس هیسم چې د یوناما رئیس هم دی د جگړې په اړخونو غږ وکړ چې د ملکي مرگ ژوبلو مخ نیوی وکړي. هغه وویل: «که چیرې یوه وسلواله شخړه تنده هم شي، هغه باید د ملکي خلکو د درد او رنځ په بیعه تمامه نه شي، په دې شرط چې هغوی خپلو نړیوالو بشری قوانینو او خپلو نړیوال بشري مکلفیتونو ته جدي پاملرنه ولري.» هغه یادونه وکړه: « بشري مکلفیتونو ته نه درناوی د دې سبب گرځي چې یو اولس چې په کافی اندازی کړیدلی دی، نور هم وکړیږي.»

څارونکي وايي چې د ملگرو ملتو او نورو سازمانومو د دا ډول غوښتونو سره سره، گمان نه کیږي چې په افغانستان کې د ملکي مرگ ژوبلو په شمیر کې کموالی راشي. د افغانستان د سولې پروسه په ټپه دریلی ده. طالب یاغیانو د تیرې سې شنبې په ورځ د خپلو پسرلني عملیاتو د پیل اعلان وکړ. د هغوی د حملو یوه غټه نښانه د تیرې جمعې په ورځ په کندز کې ولیدله شوه. حکومتي سرچینو د طالبانو د حملی د ماتې څخه خبرې کړي دي. د کندز ولایت مرکز تیرکال د یو لنډې مودې لپاره د طالبانو لاس ته ولوید.