یمن: د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې اته تنه وژل شوي دي
۱۳۹۱ بهمن ۱, یکشنبهاعلان
په يمن کې د امريکا د متحده آيالاتو د بې پيلوټه الوتکو په مشکوکو بريدونو کې د ځايي اردو د څرګندونو له مخې ۸ انسانان وژل شوي دي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې دوه تنه وژل شوي کسان د القاعدې غړي ول چې له سعودي عربستان څخه دې سيمه ته راغلي ول. دغه بريدونه د مرکزي ماريب ولايت په آبيده دره کې وشول. د يمن القاعده څانګه د القاعدې د ترهګرې شبکې يوه ډېره خطرناکه څانګه بلل کيږي. ويل کيږي چې د امريکا متحده آيالاتو د دغې ډلې پر غړو باندې ګڼ شمېر بريدونه تر سره کړي دي.