1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یان کوبیز: ټاکنې د سیاسي ثبات له پاره مهمې دي

احمد ولي اڅکزی (دویچه ویله)۱۳۹۳ فروردین ۱۴, پنجشنبه

په افغانستان کي د ټاکنو په ورځ د ناامنیو د رامنځ ته کیدو په اړه اندیښې موجودې دي. دا په داسې حال کي ده چې په دغه هیواد کي د ملگرو ملتونو د دفتر (یوناما) مشر يان کوبيز، وايي چي دغه ټاکنې ډیرې مهمې دي.

https://p.dw.com/p/1BbXz
انځور: UNAMA

روان ۲۰۱۴ کال د دوو لاملونو له کبله د افغانانو له پاره مهم ګڼل کيږي. لومړی دا چي بهرني سرتیري تر دولس کلن ماموريت وروسته له دې هیواد څخه وځي او دويم دا چي د افغانستان په تاريخ کي د لومړي ځل له پاره واک د ټاکنو او له سوله یيزي لارې لیږدول کیږي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزی، د اساسي قانون له مخې نه شي کولای چې په دغو ټاکنو کې ځان ونوموي. په داسې حال کي چي په افغانستان کي د اپريل په پنځمه نیټه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو له پاره ټاکنې کیږي، وسله والو طالبانو د دغه بهیر د ګډوډولو ګواښ کړی دی. په دې ترڅ کي طالبانو په تيرو اوونيو کي خپل بريدونه هم زيات کړي دي.

دويچه ویله په افغانستان کي د يوناما له مشر يان کوبيز، سره د افغانستان د ټاکنو په هکله خبرې کړې دي. د نوموړي په وينا راتلونکې ټاکنې په افغانستان کې د سياسي او اداري ثبات له پاره ډیر اهميت لري. د مرکې بشپړ متن لاندې ولولئ:

دویچه ویله: د افغانستان د نزدې راتلونکې له پاره مهم او ټاکونکي فکتورونه کوم دي؟

يان کوبيز: افغانستان تر مخه لا د هغې اوږدې لاري زيات مزل وهلی دی چي ورباندي ۱۲ کاله تر مخه روان سوی وو. په دې ترڅ کي د پام وړ مثبت کارونه سوي خو زه پر دې موضوع باندې ټينګار کوم چي دغه لاس ته راوړنې ثابتې نه دي. د اپريل د پنځمي ټاکني به په هيواد کي د سياسي او اداري ثبات تر څنګ د راتلونکې په هکله د اعتماد رامنځ ته کولو له پاره ډيرې مهمې وي. پر خپلو پښو باندې د افغانستان د دریدو له پاره اقتصادي ثبات او په زياته بيا د بیوزلۍ او بیکاري د کمولو په ترڅ کي پراخې توجه ته اړتيا سته.

دویچه ویله: ستاسو په فکر طالبان کوم ډول نقش لوبوي؟

يان کوبيز: زه د طالبانو له نوي پلان څخه سخت مايوسه سوم. هغه اعلان چي په کي یې ويلي دي چي د ټاکنو پروسه او په کي برخه اخيستونکي به په نښه کړي. هغوی تر دې اعلان وروسته بریدونه هم وکړل. ياده ډله چي د دغو ټاکنو په هکله هر ډول نظر لري، حقيقت دا دی چي ټاکنې يوه ولسي پروسه ده او په نښه کول يې د نړیوالو بشري حقونو او قوانينو څخه سرغړاوی او د سياسي مشروعيت کمزورول دي. دغه ټاکنې د طالبانو له پاره هم جالبې دي ځکه چي دغه ټاکنې به افغانستان ته نوې ټاکل سوی ولسمشر ورکړي او طالبانو ته د سولې د خبرو اترو له پاره به یو نوی مخاطب ورکړي. که څه هم په نزدې راتلونکې کي د سولي د خبرو اترو کاميابه کیدل يوه خوب ته ورته ښکاري خو د اعتماد د فضا د رامنځ ته کیدو په خاطر بايد بيا هم هلې ځلې جاري وساتل سي. که اوږدې مودې ته وکتل شي نو جګړه دايمي نه سي کیدای او سوله هم يو ضرورت دی.

دویچه ویله: ستاسو په فکر د کابل او واشنګټن تر منځ د دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليکیدل څومره اهميت لري؟

يان کوبيز: امنيتي تړون د هغه ستراتيژيک تړون يوه برخه ده چي تر مخه لا د دواړو هيوادونو له خوا لاسليک سوی دی. دا د دواړو هيوادونو یوه خپلمنځي موضوع ده. خو بيا هم غواړم ووايم چي په دې تړاو د مشورتي لوې جرګې پايله ښيي چي افغانان په دې پوه دي چي دوی په راتلونکو کلونو کي نړیوالو مرستو ته اړتيا لري. د تړون په لاسلیکولو کې ځنډ د دې لامل شوی چې څو د راتلونکې په اړه ډا‌ډه نه وي. خو زه باور لرم چي په پای کي به دغه هم د اطمنان وړ پايلې ولري.

دویچه ویله: د امنيتي تړون د لاسليکیدو په صورت کي امریکا متحده ایالات غواړي چي تر لسو زرو پورې سرتیري په افغانستان کي وساتي. ايا دغه شمیر د امنیت راوستلو له پاره کافي دی؟

يان کوبيز: دا پوښتنه بايد له يوه پوځي کارپوه څخه وسي. خو زه دا ويلای سم چي په داسي حال کي چي د پلان سره سم په افغانستان کي افغانانو ته د امنيتي مسوولیتو د سپارلو پروسه روانه ده، يو شمیر ننګونې لا پر ځای پاتې دي. د تیر کال په جون مياشت کي سيمه یيز امنيت افغان ملي اردو او ملي پوليسو ته وسپارل سو. داسې اټکلونه کیدل چي افغانانو ته د امنيتي مسوولیتونو تر لیږد وروسته به امنيتي اورګانونه راوپرځيږي، خو داسې څه رامنځ ته نه سول. په افغانستان کي به د بهرنيو سرتیرو پاته کیدل د دې نښه وي چي نړیواله ټولنه له افغانستان سره د مرستې جاري ساتلو ته ژمنه ده.