1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یاغیانو په بامیان کې بریدونه تر سره کړي دي

۱۳۹۱ خرداد ۹, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/153jw

په نسبي توگه د افغانستان تر ټولو ارامه ولایت بامیان کې وسله والو یاغیانو بریدونه تر سره کړي دي، دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۳م کال کې به د ټول هیواد په کچه امنیتي مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د بامیان ولایت د امنیې قومندان جنرال جمعه گلدي یاردم، د رویټرز خبري آژانس ته د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې شاوخوا ۲۰ تنه طالبان له گاونډي ولایت بغلان څخه بامیان ته راوښتي دي او د نوموړي ولایت په څو ولسوالیو کې ئې بریدونه تر سره کړي دي.