یاغیانو د میدان وردک په ولایت کې څلور تنه ملکیان ووژل
۱۳۹۱ مرداد ۱۱, چهارشنبهاعلان
یوه افغان چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل چې یاغیانو یاغیانو د افغانستان په ختیځ کې څلور کسان وژلي دي.
یاغیانو د سه شنبې په ورځ دا کسان له یوه میني بس څخه راکښته کړي ول چې د چهار شنبې په ورځ ئې مړي موندل شوي دي. افغان امنیتي ځواکونو د دغو کسانو مړي د سړک پر غاړه موندلي دي.
د وردګو د ولایت د والي ویاند شهیدالله شهید، ویلي دي چې دغه پېښه د سه شنبه په ورځ رامنځته سوې ده خو د کلي خلک د چهار شنبې په ورځ خبر شوي دی. ده زیاته کړې ده چې وژل سوي کسان ملکي افغانان دي.