1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گېټس:د افغانستان په جگړه کي پر گونډو سوې نه یو

۱۳۸۹ تیر ۴, جمعه

دامريکا د متحده ايالاتولوي درستيز افغانستان ته تللی ترڅو هلته د متحده ايالاتو او ناټو ځواکونو د قوماندان جنرال سټنلي ميک کريسټل د ګوښه کېدو په هکله خپلو متحدينو ته معلومات ورکړي.

https://p.dw.com/p/O2lm
د امريکا د پوځ لوی درستيز مايک مولن او د دفاع وزير رابرت گېټس
د امريکا د پوځ لوی درستيز مايک مولن او د دفاع وزير رابرت گېټسانځور: AP

امير البحر مايک مولن پرون د واشنګتن څخه حرکت وکړ او د افغانستان او پاکستان پر لور روان سو تر څو د سيمي مشرانو ته ډاډ ورکړي چي،د ياغيانو پر ضد جګړه کي متحده ايالات او نړوياله ټولنه د خپل هوډ څخه نه ده اوښتې.

مولن وويل:« زما پيغام روښانه دي، زموږ په ستراتيژي کي هيڅ بدلون نه دی راغلي.»

هغه يوه ورځ وروسته ترهغه دا خبره وکړه چي جنرال ميک کريسټل د سپيني ماڼۍد مشرانو په نسبت په يو مجله کي د «سپکاوي» ډوله تبصرو له امله د خپلي دندي څخه ګواښه سو.

په عين وخت کي د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګېټس يو مطبوعاتي کنفرانس ته وويل چي، د ميک کريسټل دنه درناوي وړ سلوک « د منلو وړ » نه ؤ او د جمهور رئيس بارک اوباما د هغه د ګوښه کولو سره ډير معقول تصميم ونيو او پر ځای يي جنرال ډيويډ پيترايس وټاکه.

ګېټس يادونه وکړه چي د جګړې د ډګر څخه د ناخوالو رپوټونو چي د متحده ايالاتو او د هغه د متحدينو د سرتيرو د مرګ ژوبلو د زياتيدو څخه خبري کوي، د افغانستان په ماموريت کي پرمختگ روان دی.

هغه وويل« زه فکر نه کوم چي موږ دي پر ګونډو سوي يو. زه فکر کوم چي موږ ځيني پرمختګونه کړي دي. البته هغه ورو او تر هغه سخت دي چي،موږ يي مخکي پيشبيني کوله.»

د دفاع وزير وويل چي هغه د جګړې په قومانده کي ددغه بدلون څخه بشپړ ملاتړ کوي. متحدين او دغه راز« دښمنان» دي دغه بدلون په جګړه کي د واشنګتن د ژمني د کمزورۍ په مانانه ګڼي.

وروسته ترهغه چي جمهور رئيس بارک اوباما جنرال ډيويډ پيترايس دغي دندي ته ونوماوه ويې ويل چي،نوموړي جنرال په عراق کي خپله نقش په برياليتوب سره لوبلی دی او په دې موده کي د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ د مشر په توګه نه يوازي په عراق بلکي په افغانستان کي يې هم جګړه تر څانري لاندي درلوده.

په عين وخت کي اوباما د کانګرس د ځينو غړو ددې غوښتني سره اوس مخامخ سوی چي د د متحده ايالاتو په هغه ډيپلوماتيک هيئت کي هم بدلون راوړي چي د افغانستان په هکله دندي په غاړه لري.

هغوئ ويلي دي دغه بدلون ته اړتيا ده ترڅو په پوځي - ملکي خړو پړو سوو اړيکو کي روښانتيا رامنځ ته سي او د کرزي حکومت پياوړی سي.

خو د بهرنيو چارو د وزرات يو وياند وويل چي د بهرنيو چارو وزيره، هيلري کلينټن پر خپل ټيم باندي چي د افغانستان په پاليسي کي کار کوي،باور لري.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل