گیلاني قطر ته روان دئ
۱۳۹۰ بهمن ۱۷, دوشنبهاوباما دا هم ويلي دي چې په دې اړه کوم شواهد نه شته چې گويا ايران د امريکا پر خاوره باندي د بريد کولو نيت او يا وړتيا لري.
اوباما د امريکايي تلويزون NBC د هغي پوښتنې په جواب کي چې آيا اسرائيل پر ايران د بريد پريکړه کړې ده، وويل:« زه فکر نه کوم چې اسرائيل دي دهغه څه په اړه کومه پرېکړه کړې وي چې بايد وئې کړي. زه فکر کوم هغوی هم زموږ په شان په دې باور دي چې ايران بايد د اټومي وسلو خپل پروگرام ودروي.»
هغه په خپلو خبرو کې زياته کړې ده چې اسرائيل او متحده آيالات به په گډه د ايران په وړاندي، کرار کرار خپل فشارونه زيات کړي.
اوباما چې د نومبر د مياشتي په ټاکنو کي برخه اخلي په عراق کي جگړې ته د پای ټکی کښېښووئ او په دې هڅه کې دئ چي د افغانستان په روانه جگړه کې هم بريا ومومي.
اوباما دا خبره هم روښانه کړې ده چې هغه نه غواړي چي د تيلو توليدوونکو په خلیجي هيوادونو کي دي جگړه پيل سي:
«په خليج کي هر ډول اضافي پوځي فعاليتونه ويجاړونکي دي او دا به پر موږ اغيز ولري. دا د تيلو پر بيو اغيز لري. زموږ سرتيري اوس په افغانستان کي دي چي له ايران سره گډه پوله لري، نو په دې اساس د حل تر ټولو ښه لار ديپلوماتيکي هلي څلي دي.»
خو تهران بيا هر وخت وايي چې د اټومي پروگرام هدف د انرژۍ توليد دئ، نه وسلې. ايران د لويديځو هيوادونو د خبرو اترو نوي وړانديز ته هم کوم غبرگون نه دئ ښوولی او د امريکا او اروپايي ټولني له لوري ئې د نوي بنديزونو په وړاندي د ځوابي عمل گواښ کړی دئ.
اوباما د NBC تلويزون سره پخپلو خبرو کي پر دې ټينگار کړی دئ چې د ايران د اټومي پروگرام د مخنیوي له پاره به له هر ډول اقدام څخه مخ وا نه ړوي.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل