1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گڼ شمېر سياستوال د ترهگرۍ په وړاندې نوي قوانين غواړي

۱۳۸۶ تیر ۱۸, دوشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير ولفگانگ شويبله د هغو غوښتنو ملاتړي موندلي دي چې وايي د ترهگرۍ ضد مبارزې په برخه کې دې دولت نور گامونه اوچت کړي. ډېرۍ دغه کسان د آلمان مسيحي دموکرات گوند پورې اړه لري.

https://p.dw.com/p/DKIH
ځينې سياستوال غواړي چې د آلمان په اساسي قانون کې د ترهگرۍ په وړاندې نوي قانونونه تصويب کړي
ځينې سياستوال غواړي چې د آلمان په اساسي قانون کې د ترهگرۍ په وړاندې نوي قانونونه تصويب کړيانځور: dpa - Fotoreport
په دغه ډله کې د بېلابېلو ولايتونو لومړي وزيران، ښاغلي رونالد کوخ، پېتر ميولر او گيونتر اوتينگر راځي چې د خپل گوندي ملگري ملاتړ کوي. ويل کېږي چې په اساسي قانون کې د تغييراتو راوستل شايد لازم وي. ښاغلي کوخ په خپل ټلوالي، د آلمان پر سوسيال دموکرات گوند غږ وکړ چې خبرې اترې دې په دې لړ کې پيل کړي. سړی نه شي کولای چې نور له نړيوالې ترهگرۍ څخه سترگې پټې کړي. ښاغلي اوتينگر زياته کړه چې د آلمان د کورنيو چارو د وزير څرگندونې سمې دي او د آلمان په اساسي قانون کې د بدلونونو د راوستلو دپاره حاکم لوي ايتلاف لازم اکثريت هم لري.