گبینه جبه، د سوات نالیدلې ښایسته سیمه
د سوات په مټه کې د «گبینه جبه» په نوم ښایسته دره د سمسورو ځمکو، گڼو ځنگلونو، لوړو غرونو او د شاتو له کبله ډیره مشهوره ده.
گبینه جبه
لکه څرنگه چې یې له نوم څخه معلومیږي چې له دوو تورو «گبینه» او «جبه» څخه جوړ دی ویل کیږي چې پخوا دغه ټوله سیمه یوه جبه وه. دغه ځای له مینگورې ښار څخه ۴۵ کیلومتر وړاندې پروت دی.
د غرونو لړۍ
د گبینه جبه، څلورو اړخونو په واورو د پوښل شوو غرونو یوه نه ختمیدونکې لړۍ ده. دغه غرونه د سمندر له سطحه څخه څه کم پنځه زره متره لوړوالی لري. د غرونو دغې لړۍ ته الپاین هم وايي چې پکښې د سوات یخبندونه هم شته. د غرونو دغه لړۍ د هندوکش د غرونو له لړۍ سره یو ځای کیږي. پر دې سربیره دغه غرونه له درال، سیدگئ او دیر سره هم یو ځای شوي دي.
د غرونو په منځ کې آبشارونه
په گبینه جبه، کې ځای پر ځای پر وارو پوښلو غرونو څخه د آبشارونو په شکل کې لاندې بهیږي. د دغو آبشارونو ننداره ډیره ښایسته ده او آرامي بخښونکي ده.
څړ ځایونه
په گبینه جبه کې د کال په درو میاشتو جون، جولای او اگست کې شپانه له خپلو څارویو سره دغې سیمې ته ورځي او هلته پاتې کیږي.
ځایي سپرلۍ
گبینه جبه، ته د تللو له پاره د جيپونو څخه کار اخیستل کیږي خو د سړک د خرابولي له کبله اوس سړی یا پلي ځي او یا له کچرو او آسونه څخه د نقلیه وسیلې په توگه استفاده کیږي. ځایي خلک د آسونو او کچرو په واسطه سیلانیان گبینه جبه ته بیایي او له دې کبله خلکو ته یو څه مالي گټه هم ور رسیږي.
سیلانیان
د دغې سیمې د ښایست لیدلو او یو څو شیبې د آرامې تیرولو له پاره یو شمیر سیلانیان هم دغه ځای ته سفر کوي او خپلې خیمې لگوي څو د طبیعت له ښکلا څخه خوند واخلي. له پیښور څخه راغلی سیلانی اکبر علي وایي چې گبینه د نړۍ یوه ښایسته دره ده.
سمسورې سیمې او یخ موسم
گبینه جبه کې هر لورې ته سمسور ځایونه تر سترگو کیږي او یخه تازه هوای یې سړی ته هوسایي بخښي. د دغې سیمې په هکله ډیر څوک معلومات نه لري خو د سوات یوه له ښایسته درو څخه ده.
ځنگل او گران بیه لرگي
گبینه جبه او د هغې اړونده سیمو کې ډیر گڼل ځنگلونه شته. د شاه وزیر خان په وینا په دغو ځنگلونو کې د دیودار، منگزي، اچر، کچر، پیوچ او کانړ په څیر د گران بیه لرگیو ونې شته.