1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گاوک: مېرکل بايد ولس ته د يورو په هکله خپل سياست تشريح کړي

۱۳۹۱ تیر ۱۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15Tb5

د المان ولسمشر يوآخيم گاوک پر لومړۍ وزيري انگېلامېرکل ږغ کړی دئ چي د يورو د ژغور په ترڅ کي خپله تگلاره الماني ولس ته تشريح کړي. گاوک په يوه الماني تلويزيون کي د خبرو پر وخت ويلي دي چي دا د انگېلا مېرکل دنده ده چي خلکو ته په تفصيل سره تشريح کړي چي د يورو د ژغور سياست ئې د ماليو په لحاظ د خلکو له پاره کومي پايلي لري.

نوموړي زیاته کړې چي ځینې وخت د داسي انرژۍ کمښت تر سترگو کيږي چي ولسي خلکو ته په ډاگه وويل سي، چي څه پېښېدونکي دي. گاوک دا هم ويلي دي چي د لومړۍ وزيري انگېلامېرکل کار او هڅې د زياتي ستاينې وړ دي. ولسمشر د يورو د ژغور په هکله د منل سوي قانون پر ضد د المان د اساسي قانون په محکمه کي عرېضې هم ستايلي دي. گاوک د اساسي قانون په محکمه کي د دغه قانون پر ضد د عريضو وروسته، پر دغه قانون لاسليک ځنډولی وو. د سه شنبې په ورځ به د دغو عريضو په هکله محکمه استماعیه غونډه ولري.