1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گاوک: المانان بايد د ښې اړخو پر ضد کار وکړي

۱۳۹۱ مرداد ۲۹, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15sWv

د المان ولسمشر يوآخيم گاوک، ويلي دي چي د المان ولس بايد د ښې اړخو په لاره کي لا زیات خنډونه واچوي. نوموړي د لايپڅيگر څايتونگ، سره په خبرو کي ويلي دي چي د خوښۍ ځای دئ کله چي د ښې اړخو يو لاريون جوړيږي، نو د هغوی د ضد لاريون د گډون والو شمېر لس ځله زيات وي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چي آيا په المان کي بايد پر ښې اړخي گوند (NPD) باندې بنديز ولگول شي که نه، ولسمشر ويلي دي چي د دغه بنديز له پاره بايد چمتو والی ونيول شي. د نوموړي په وينا دا يوه داسي پروسه ده چي زيات وخت ته اړتيا لري.

په المان کي هغه وخت د اېن پي ډي پر گوند د بنديز لگولو موضوع توده شوه، کله چي يو کال تر مخه معلومه شوه چي يوې ښې اړخي ترهگرې ډلي په تيرو کلنو کي کډوال قتل کړي دي. په ۲۰۰۳م کال هم د اېن پي ډي پر گوند د بنديز لگول کېدو هڅه شوې وې، خو د المان د اساسي قانون په محکمه کي دغه پروسه ناکامه شوې وه.