دوو ورځپاڼو د پولیتزر جایزی ترلاسه کړې
۱۳۹۳ فروردین ۲۶, سهشنبهدغو دوو ورځپاڼو د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې (NSA) د پخواني کارکوونکي ایډوارد سنودن له خوا د ورکړل شویو محرمو اسنادو پر اساس ډیر شمیر رپوټونه خپاره کړي ول.
د دغو محرمو اسنادو تر افشاء کیدو وروسته له داسې پټو پروگرامونو څخه پرده پورته شوه چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د اتباعو او نړیوالو سیاسي مشرانو جاسوسي کوي.
همدارنگه د امریکا متحده ایالاتو د «بوستن مراتون» یا د ځغاستې پر مهال د بمې بریدونو او تر هغې وروسته د دغې قضيي د جریان په هکله د بیړني خبر او د برید کوونکو د نیولو د رپوټونو له کبله د « بوستن گلوب» په نامه امریکايي ورځپاڼې ته د «پولیتزر فار بریکنگ نیوز» په نامه جایزه ورکړې ده. د پولیتزر جایزه د خبریالۍ، ادب او هنر په برخه کې د متحده ایالاتو معتبره جایزه شمیرل کیږي.
د امریکا متحده ایالاتو د جاسوسۍ د پروگرامونو په هکله د تازه رپوټو ورکولو له امله د نیویارک ټایمز او واشنگټن پوسټ ورځپاڼو ته د پولیتزر دوه دوه جایزې ورکړل شوي دي. د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې، د پروگرامونوپه هکله د گارډين ورځپاڼې له رپوټ لیکونکو څخه لارا پویتراس، وايي: «زما په اند دا یو ډیر ښه خبر دی. دا د سنودن له روحيې سره ژمنه ده، دا د هغه د زړورتوب او د هغه د هیلو تائيد دی چې پر اساس يي سنودن غوښتل ولس په دې پوه کړي چې حکومت څه کوي.»
د اسوشیتد پرس خبري آژانس د « فریډم آف دي پریس فاونډیشن » یا د رسنیو د آزادۍ بنسټ له خوا د خپرې شوې یوې بیانيي په حواله لیکلي دي چې رسنیو ته د اېن اېس اې، په هکله د پروگرامونو د خپرولو له امله د جایزې ورکول د هر هغه چا مورال جگوې چې پر دې خبره باور ولري چې ولس په حکومت کې ونډه لري.
وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي استخباراتي ادارې پخواني کارکوونکي ایدوارد سنودن، د دغه هیواد د استخباراتي ادارو له څارنیز پروگرام څخه پرده پورته کړه، سنودن د امریکا له پاره په یوه مطلوب شخص بدل شو.
تر هغې وروسته چې سنودن، محرم اسناد د رسنیو په اختیار کې ورکړل، هانگ کانگ ته وتښتید او بیا وروسته یې د تیر کال د جون میاشتې کې مسکو ته پنا یوړه. دا چې له سنودن څخه په دغه وخت امریکایي تابعیت واخیستل شو هغه و نه شو کولای چې وړاندې سفر وکړي او د مسکو د هوایي ډگر په ترانزیتي برخه کې پاتې شو. د اگست په میاشت کې بیا روسیې سنودن، ته د یوه کال له پاره سیاسي پنا ورکړه.
د سنودن د افشاء گریو په ترڅ کې دا خبره هم په ډاگه شوه چې اېن اېس اې، د اروپايي سیاسي مشرانو جاسوسي هم کړي ده. دغه خبر په اروپایي هیوادونو کې د متحده ایالاتو پر ضد سخت غبرگونونه راوپارول.
تیر کال د اکتوبر میاشتې کې آلماني ورځپاڼو بلډ او د شپیگل مجلې هم د سنودن له لوري د افشا شوو معلوماو پر مټ رپوټ ورکړ چې اېن اېس اې، د آلمان د لومړۍ وزیرې انگلا میرکل، گرځنده تلیفوني مکالمو ته هم په پټه غوږ نیولی وو.