1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګېټس: د افغانستان سره پوځي مرستي تل تر تله نه دي

۱۳۸۸ آذر ۱۶, دوشنبه

دامريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس وايي، چي له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د ايستلو د پيل د نيټې ټاکل کابل ته د هغه يو پيغام ورکولو په خاطر سوی، چي امريکايي ځواکونه به تر نا محدود وخت پوري په دغه هيواد کي پاته نه سي..

https://p.dw.com/p/Krtk
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټسانځور: AP

ګېټس چي د جمهور رييس بارک اوباما د عسکرو د زياتولو او د 2011 کال د جولای په مياشت کي د هغو د وتلو د پيل لپاره د يوې نيټې ټاکلو له پلان څخه دفاع وکړه وویل، چي د کابل حکومت بايد پوه سي، چي د متحده ايالاتو پوځي ژمني تل تر تله نه دي.

ګېټس دغه موضوع له امريکايي تلويزوني شبکي، NBC سره په يوه مرکه کي په خپلو جملو داسي څرګنده کړه: « هدف دا دی چي خلک بايد دا خبره په پام کي ونيسي چي، دا له عراق څخه توپير لري تر څو موږ افغانانو ته دا پيغام ورکړو چي هغوي بايد خپله د مسووليت په غاړه اخيستلو باندي پيل وکړي.»

په يوه جلا مرکه کي د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي له س ان ان سره وويل، چي افغانان هم غواړي د خپل هيواد مسووليت تر کومه ځايه چي امکان ولري، ژر تر ژره يي په لاس کي واخلي. کرزي وويل چي څومره چي ژر وي ، هومره غوره ده. خو هغه سي ان ان ته وويل، دوه کاله وخت نيسي، چي افغان امينتي ځواکونه يواځي تر هغه کچي و روزل سي، چي د هيواد په ځينو برخو کي په يواځيتوب سره عمليات وکړي:

«موږ غواړو، چي په راتلونکو دووکلونوکي دا توان پيدا کړو چي د هيواد په ډيرو برخو کي د عملياتو مخکښتوب په غاړه واخلو او افغانانو ته امنيت تأمين کړو، په خاصه توګه د هيواد په هغو برخو کي چي زور زياتي ترورريزم او جګړي دي.»

کرزي وويل، چي د هغه د حکومت د پلان او موخي له مخه افغان امنیتي ځواکونه به په پنځوکلونو کي، کله چي د هغه د رياست اوسني دوره پاي ته رسيږي، دا توان پيدا کړي چي په ټول هيواد کي امنيتي مسووليت په غاړه واخلي.

ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزیانځور: AP / Fotomontage: DW

«د پنځوکلونو په پای کي کله چي د اوسني حکومت دوره پاي ته رسيږي، موږ پلان کړی چي په ټول افغانستان کي امنيتي مسووليت په غاړه واخلو دا زموږ هدف دی، هيله من يو چي زموږ متحدين زموږسره په دې هدف کي مرسته وکړي.»

د متحده ايالاتو د دفاع وزير، ګېټس په کانګرس کي د يوې استماعيه غونډي تبصرو ته په اشاري سره وويل چي متحده ايالات به حتي له افغانستان څخه د خپلو عسکري قطعاتو له وتلو وروسته هم په خپلو ژمنو ټينګ ولاړ پاته سي.

هغه وويل:« موږ به افغانستان د 1989 کال په څير يواځي پري نه ږدو. خو د اړيکو په طبيعت کي به بدلون راشي.»هغه وويل، په افغانستان کي د متحده ايالاتو د پوځي حضور له کميدو سره، سياسي او اقتصادي مرستي به د دغو اړيکو مهمه برخه وګرځي.

ګېټس او نور لوړپوړو چارواکو د جمهور رييس اوباما له ستراتيژي څخه يو ځل بيا دفاع وکړه، دغه ستراتيژي هم د کيڼ او هم د ښيي اړخو له خوا تر نيوکو لاندي راغلې ده.

جمهوري غوښتونکو چي د هغو په جمله کي د پخواني جمهور رييس مرستيال، ديک چيني هم شامل دي،د 2011 کال د جولای په مياشت کي له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو د پيل اعلان باندي سختي نيوکي وکړي او وويل چي دغسي يو اعلان له يو خوا ياغيان پياوړي کوي او له بلي خوا د امريکا متحدينو ته يو ناوړه زيری دی. د اوباما د ديموکرات د ګوند ملګرو د نورو زياتو عسکرو د استولو مخالف دي. خو د دفاع وزير، د ديک چيني نيوکي ردکړي او وويل، چي که چيري د وتلو د نيټي اعلان وشي يا ونه شي، ياغيان په لويديځو هيوادونو کي د عامه ذهينت څخه خبرتيا لري، هغوی تل په دي حساب کوي چي د متحده ايالاتو په مشري نړيوال ځواکونه به بالاخر ستړي سي.

ګېټس وويل، خو دی ګمان نه کوي، چي د وتلو د پيل له اعلان سره دي ياغیان له هغه څخه زيات پياوړي سي، چي اوس دي.

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل