ګیلاني محکمي ته د نه تلو له پاره عریضه وکړه
۱۳۹۰ بهمن ۱۹, چهارشنبهاعلان
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د محکمي په وړاندي د نه ظاهریدو له پاره عریضه وړاندي کړې ده. د پاکستان ستري محکمي ګیلاني د ولسمشر اصف علي زرداري د دوسيې د نه پرانیستلو په تور محکمي ته راغوښتی دﺉ.
که پر ګیلاني لګول شوي تورونه اثبات شي نو هغه به خپله دنده له لاسه ورکړي او کیدای شي چي زندان ته هم واستول شي.