ګيلاني:اوساما بن لادن په پاکستان کي نه دی پټ
۱۳۸۹ تیر ۳۱, پنجشنبههغه ويلي دي چي د امريکا متحده ايالات بايد دا ثابته کړي چي ګواکي د القاعدې ډلي مشر اوساما بن لادن د پاکستان په خاوره کي پټ دي.
ګيلاني ويلي دي چي بن لادن زموږ په خاوره کي نسته.« که چيري د امريکا متحده ايالات وايي چي هغه په پاکستان کي پټ دی نو دوﺉ بايد ثبوت را وړاندي کړي.»
ګيلاني دغه راز د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير هيلري کلينټن هغه خبري رد کړې چي ويلي يې وه:
« د لقاعدې ډلي مشر او په افغانستان کي د طالبانو د تحريک لارښود ملا محمد عمر په پاکستان کي پټ دي».
څو ورځي وړاندي د امریکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير هيلري کلينټن په اسلام اباد کي په يوه خبري غونډه کي ويلي ول:
« زه فکر کوم چي هغوﺉ دلته په پاکستان کي پټ دي که چيري موږ وکولای سو چي هغوﺉ و نيسو، نو دابه ډيره ګټه ورسوي.»
هغې دغه راز وويل چي « اوساما بن لادن او ملا محمد عمر د امريکا د مهمو دښمنانو په ليست کي دي.»
ag/ زيارمل
کتونکی. ضياالحق فضلي