1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګيدو ویسترويله: د مخالف جنگياليو مشخصه وژنه ممکنه ده

۱۳۸۹ مرداد ۱۴, پنجشنبه

ويسټه ويله د ايران څخه نيولې بيا تر منځني ختيځ او افغانستان پوري د المان د بهرنيو چارو د سياست په هکله څرگندونې وکړې

https://p.dw.com/p/OcOs
د المان د بهرنيو چارو وزيرانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د بهرنيو چارو د وزير په توګه د ګيدو ویسترويله د مأموريت په لومړيو مياشتو کې په پوځي او هستوي تجهيزاتو باندې کنټرول په ځانګړي ډول ټاکونکی وو. ویسترویله په برلين کې وويل، خوشحاله دی چې د امريکې متحدو ايالتونو هم په روښانه توګه د هستوي وسلو اهميت کموي. د آلمان حکومت له خپلو ټلوالو سره په موافقه د آلمان له خاورې څخه د ټولو اټومي وسلو د ايستلو په هڅه کې دی.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ايران اټومي پروګرام ته په نظر اچولو سره وويل، د آلمان حکومت د امريکې د متحدو ايالتونو په احتمالی بريدونو کې برخه نه اخلي، بلکې لکه د پخوا په شان د سیاسي حل د يوې لارې او په ايران باندې د تغزيرونو يا بنديزونو د لګولو پلوی دی. ویسترویله په برلين کې وويل:

«موږ د دې لپاره بنديزونه نه دي تصويب کړي چې يو هيواد تنګسې ته وکاږو، بلکې په دې ډول غواړو په داسې يو حکومت زور و واچوو چې تيار نه دی د خبرو میز ته بيا کښيني. موږ په ښکاره ډول د سیاسي حل د لاري پلويان يو.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير د منځني ختيځ د وضعيت په باب انديښنه څرګنده کړه. ده وويل چې د اسراييلو او لبنان په پولو کې نښتې، چې له دواړو خواوو څخه پکې وژنې شوي، د کړکيچنې وضعې څرګندوی دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير زياته کړه:


«موږ له ټولو برخه والو اړخونو څخه غوښتنه کوو، همدا اوس په پوره احتياط او په جوړوونکي ډول په اقدام لاس پورې کړي. موږ له ټولو برخه والو اړخونو څخه غوښتنه کوو، د بنسټپالو قوتونو په وړاندې ودريږي، هغوی چې په سیمه کې د سولی د پړاو مخنيوی کول غواړي. د غه تندلارې قوتونه بايد بريالي نه شي. موږ د پوره احتیاط او جوړوونکي عمل بلنه ورکوو.»

د اسراييلو او فلسطین تر منځ د نيغ په نيغه خبرو په اړه د عربي هیوادونو د ټولنې هوکړه، يو هڅوونکی زيگنال دی. آلمان غواړي د دوو هيوادونو د حل د لارې په پرمختګ کې په جوړوونکي ډول برخه واخلي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير نړيوالو سرتيرو ته چې آلمانی سرتيري هم پکې راځی، د نويو پوځی لارښوونو په اړه د آیساف د ځواکونو د عمومی قوماندان ديويد پطريوس د څرګندونو په هکله په محتاطانه ډول غبرګون وښود، ځکه آلمانی سرتيری یی هم بايد عملی کړی. پطريوس د ګام په کام پراخيدونکو لارښوونو غوښتنه کړې، څو ملکی وګړی خوندي پاتې شی او په مقابل کې يې طالبان په توګه له منځه يوړل شی.

ويسترویله وړاندې وايي:

«موږ بايد وپوهيږو چې په يوه غیر نړيواله لانجه کې مخالف جنګيالی - چې د نړيوال مدنی حق په چوکاټ کې راځی - په مشخص ډول له منځه وړل کيدای شی او اجازه هم ورته شته.»


ليکونکي: سهيلا حسرت ناظمي / مارکس بېټينا

کتونکی: احمدولي اڅکزی