1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوګل: پر مونږ د انترنتی بريد ريښی په چين کی دی

۱۳۹۰ خرداد ۱۳, جمعه

چين د ګوګل د ويب پاڼی هغه ادعاوي رد کړی چی ویلی يی ؤ پر دغي پانی د وروستی انرنتی بريد ريښی په چين کی دی. په دغه بريد کی انترنتی غلو غوښتل په بیلابیلو هیوادونو کی د ځينو مهمو خلکو بريښنا ليکونو ته لاسرسی پيدا کړی

https://p.dw.com/p/11TLO
آرشیف انځور
آرشیف انځور

چینایی چارواکو پرون «پنج شنبه» دغه تورونو رد کړی. د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، هونګ لی، ویلی چی د دغی ستونزی سره د چین د هیواد تړل د منلو وړ نه ده.

«د انترنت له لاری غلا، یوه نړیواله ستونزه ده چی چین یی هم یو قربانی دی. پر چین باندی د دغه شان تورونو لګول یو ډیر بی بنسټه کار دی.»

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همداراز ویلي چی هیواد یی مدام د انترنیټي جنایاتو پر خلاف ولاړ پاتی شوی دی.

د ګوګل لخوا پر چین لګول شوی تور کيدا شی چی د دغی انترنیټي پیاوړی ویب پاڼی او چین تر منځ اړیکی خرابی کړي.

د ګوګل ویب پاڼی چارواکو ویلی ؤ چی هغه انرنیټي برید چی د دغی ویب پاڼی د ګټه اخیستونکو په وړاندی ترسره شوی ؤ، د چین د جینن د ښار څخه په لاره اچول شوی ؤ.

په دغه برید کی انترنټي غلو د امریکایی ژورنالستانو، سیاستوالو، د دولت د کارکونکو، د چینایی سیاسی فعالینو او په ډیر شمیر اسیایی هیوادونو کی د چارواکو شخصی بریښنا لیکونو ته لاسرسی پیدا کړی ؤ.

دا په داسی حال کی ده چی تیر کال هم ګوګل په چین ورته تور لګولی ؤ.

د دغو پیښو وروسته ګوګل ویلی چی نور به په خپل ویب پاڼی کی د چین د سانسور غوښتنی په پام کی ؤ نه نیسی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیری هیلری کلنټن هم ویلی، چی د ګوګل لخوا پر چین لګول شوی تورونه ډیر جدی دي او متحده ایالات یی په اړه پلټنی کوی.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض