ګوګل د کډوالو له پاره مرستې راټولوي
۱۳۹۴ شهریور ۲۵, چهارشنبهد ګوکل مرستندویه سازمان د تل په څیر دغه مرستې د خپل کوم رییس په واسطه اعلان نه کړي بلکې له خپلې یوې افغانې کارکوونکي ریتا مسعود، څخه یې وغوښتل چې د مرستو ټولولو دغه پروژه اعلان کړي.
ریتا مسعود په اووه کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره له کابل څخه تیښتې ته اړ شوې وه او له هغه وخت راهیسې یې خپل ژوند په کډوالي کې تیر کړی دی.هغې د کوګل په ویبلاګ کې خپلې شخصي تجربې هم شریکې کړې دي. هغې لیکلي دي: «موږ په خپل سفر کې په تیارو اورګاډو او سرویسونو کې وخت تیر کړ. لوږه، تنده، سړښت او ویره مو تجربه کړه.»
دغې پخوانۍ افغانې کډوالې زیاته کړې ده: «زه خوشبخته وم. خو په اروپا کې د کډوالو کړکیچ پراخ شوی دی او زما د کورنۍ په شان ډیر کسان اوس مرستو ته سخته اړتیا لري.»
د ګوګل له خوا را ټولې شوې مرستې به هغو سازمانونو ته ورکړل شي چې همدا اوس د کډوالو له پاره کار کوي. په دغو سازمانونو کې بې سرحده ډاکټران، د ژغورنې نړیواله کمیټه، د ماشومانو د ملاتړ سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان شامل دي.
اروپا په وروستیو وختونو کې د ډیر شمیر کډوالو د راتلو له کړکیچ سره مخامخ شوې ده. ډیر شمیر سوریایان، افغانان، عراقیان او لیبیایان د جګړو له کبله د خپلو هیوادونو پریښودو ته اړ کیږي.