ګوګل د ژباړي په خپل سيستم کي پښتو ژبه ور اضافه کړه
۱۳۹۴ بهمن ۲۹, پنجشنبه
د ګوګل شرکت د ژباړي په خپل سيستم ګوګل ټرانسلېټر کي د پښتو ژبه هم ور زياته کړه. په دې توګه سره اوس د ګوګل د ياد سيستم په مرسته کارونکي کولای سي چي پښتو جملې په نورو ژبو ترجمه کړي. د انګليسي او نورو ژبو څخه و پښتو ته هم د متن ترجمه ممکنه سوې ده.
د زيات وخت راهيسي افغانانو او په زياته بيا هغو افغانانو چي زيات انټرنټ کاروي، د دې غوښتنه کوله چي ګوګل ته بايد پښتو هم ور اضافه کړی سي. ګوګل شرکت د ګوګل ټرانسلېټر د خپلو خدماتو له پاره پخپله اړين توکي نه ژباړي بلکه د يو فلېټ فارم له لاري کارونکو ته امکان برابروي چي پخپله بنسټيزه جملې وژباړي چي د هغوی پر اساس بيا د ژباړي خدمات وړاندي کيږي. دا چي تر اوسه پوري د پښتو له پاره د اړين شمېر جملې د پښتو له پاره د ګوګل له خوا په مشخص سوي فلېټ فارم کي نه وې ژباړل سوي، نو پښتو په ګوګل ټرانسلېټر خدماتو کي نه وه شامله.
د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۱۸مه نېټه) په ټولنيزو رسنيو کي دا خبرونه خپاره سول چي ګوګل پښتو ته هم د ژباړي په خپلو وړيا آنلاين خدماتو کي ځای ورکړی دی. که څه چي څو واري تر مخه هم ورته خبرونه خپاره سوي ول خو ناسم ختلي ول، د دې واري په رشتيا هم د ګوګل ژباړن پر پاڼه د پښتو ژبه زياته سوې ده.
د ګوګل د ژباړي په سيسټم کي د پښتو ژبي د وراضاله کېدو خبر په ټولنيزو رسنيو کي د افغانانو د خوښيو غبرګونونه راپارولي دي. په دې ترڅ کي يو شمېر افغان سياستوالو هم پر ټولنيزو رسنيو د مبارکۍ پيغامونه خپاره کړي دي. په دغو سياستوالو کي د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم شامل دی چي پر خپله ټويټر پاڼه يې په دې تړاو «د ډيورنډ پر دواړو اړخونو پرتو پښتنو قومونو» ته مبارکي ويلې ده.
د دې څخه تر مخه چي پښتو په ګوګل ټرانسلېټر کي ځای پيدا کړي، يو شمېر داوطلبو افغانانو د دغه کار د ممکنه کولو له پاره په ځانګړي پلېټ فارم کي هڅې وکړې. که څه چي په تېر وخت کي د پښتو ژبي د قاموسونو يو شمېر انټرنټي خدمات او د موبايل تليفونونو اېپس راوتلي ول، خو د پښتو جملو د ترجمې له پاره تر اوسه داسي کوم پراخ پروګرام نه ؤ موجود.
د لومړيو ارزونو څخه داسي بريښي چي د ګوګل ټرانسلېټر د پښتو ژبي خدمات ډېر دقيق نه وي. په دې ترڅ کي د ژباړي د جملو جوړښت او ګرامر هميشه سم نه وي. خو کمپيوتر پوهان وايي چي د وخت په تېرېدو سره ښايي په دې کي بهتري رامنځ ته سي.