1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوټن بِرګ د جرمني پارلماني تحقيقاتي کميټې ته جوابونه وويل

۱۳۸۹ اردیبهشت ۳, جمعه

د جرمني ددفاع وزير ګوټن بِرګ ددغه هيواد د پارلمان د تحقيقاتي کميټې په مخکي په پوره ډاډ سره راښکاره سو ، خو خبري يې ټولي ليکل سوي او د کاغذ د مخه و لوستلې

https://p.dw.com/p/N4Ls
ګوټن بِرګ د پارلماني تحقيقاتي کميټې په مخکی د کندوز د قضيې په هکله جوابونه وايی
ګوټن بِرګ د پارلماني تحقيقاتي کميټې په مخکی د کندوز د قضيې په هکله جوابونه وايیانځور: AP

دد فاع وزير د کندوز د هوايي بريد دپيښي په اړه د تيرکال دسپټمبر په پيل کښي هم د جرمني دپارلمان په مخکي يو څه خبري کړي وې . په دغه پيښه کې د 100 څخه ډي کسان په حق رسيدلي وه ،او د بمبارۍامر اصلأ دالماني ډګروال کلاين لخوا ورکول سوی ؤ ، چي ډير ملکي خلګ پکښي وژل سوي هم وه . ځکه نو دغه پيښه د همدغه ملکي خلګود وژل کيدو له کبله ډيره جنجالی هم ده .

د جرمني ددفاع وزير ګوټن برګ چي د تير کال د اکتوبر په مياشت کښي په دنده وګمارل سو ، په لمړي سر کښي دغه پيښه د نظامي لحاظه درست عمل بللی ؤ ، لږ څه وروسته يعني د ډسمبر په پيل کښ يې بيا خپله دغه ادعا نادرسته وبلله .

دددغو هوايي بمباريو په خاطر د جرمني ددفاع پخواني وزير يونګ د نادرستو معلوماتو په ارتباط استعفا ته مجبوره سو، او کله چي ګوټن برګ پر خپله نوې چوکۍ وګمارل سو، نو دوه پوځي مشورتي مشران يې د وظيفې څخه ګوښه کړل ، او دهغود ليري کيدو دپاره يې دا دليل راوړی چي دوی سم معلومات ندي ورکړي ، اويايې پټ ساتلي وه .

د تيري پنجشنبې په ورځ د جرمني د دفاع وزير د پارلمان د تحقيقاتي کميټې په مخکي د خپل دريځ څخه دفاع وکړه ،او دايې په ډاګه کړه چي دغه پيښه دجرمني د پوځي تاريخ په چوکاټ کې يوه ډيره سخته پيښه وه .

دګوټن بِرګ څخه د پوښتنو او تحقيقاتو يوه بله صحنه
دګوټن بِرګ څخه د پوښتنو او تحقيقاتو يوه بله صحنهانځور: AP

ددفاع وزيرکله چي دپارلمان لوی تالار ته را دننه کيدی ، نو عصبي نه ښکاريدی ، د پوښتنو او تحقيقاتو پر وخت د پارلمان دوکيلانوپه مخکي ډير ارام او ډاډه معلوميدی ، او چي که څه هم د مخالفو پارټيو تورونه پرده باندي ډير سخت وه .

پدې باب د جرمني د سوسيال دمکراټانو دپارلمان د تحقيقاتي کميټې غړی راينر آرنولډ داسي وايي ،

« د څلورو نيمومياشتو راهيسي د جرمني د دفاع وزير د خپلو خلګو په مقابل کي ددغي پيښي ددرست تفصيل پوروړی دی . د دفاع وزير واقعيت او حقيقت جدي نه نيسي ، خونن تر غرمې وروسته به پر اصلي سندونو باندی خبري وسي . »

مګرکوم سندونه چي د جرمني د دفاع وزير وړاندي کړل ، نو هغه د انتظار سره سم يوازي د پارلمان د حکومتي ګوندو د غړو دپاره کافي وه . اَرنست راينهارد بيک چي د اييتلافي حکومت غړی دی ، د دفاع د وزير د خبرو څخه راضي دی او وايي چي ،

«زمونږ د پاره د دفاع د وزير دريځ د باور وړ ؤ . ده په يونيم ساعت کښي په ډير دقيق ډول سره خپل دريځ څرګند کی ، او داچی د المان د دفاع وزير د کندوس پيښه اول د نظامی لحاظه درسته اوبيا يې نادرسته وبلله ، نود دفاع وزير د خپلي وظيفې د اخيستو په پيلامه کښي ؤ، او پوره معلومات ورته نه وه ورکول سوي . »

د دفاع د وزير 75 دقیقې په لیکلی ډول آمادګی نیولې وه، او ویې ويل چه دده معلومات پر آلمانی منابعو باندی نه وه متکي ، بلکی يوازی د ناټو پر رپوټ باندی . اوکله چې ده د پيښي په اړه درست معلومات تر لاسه کړه ، نو بيايې خپله مخکينۍ ادعا اصلاح کړه ، او وه يې ويل چي په کندوس کښي هوايي بمبارۍ مناسبي نه وې .

مارکس بيټينا / ګرديوال

کتونکي : محمد قاسم نوري