1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوتنبرګ:د پوځي ماموريت په اړه بايد حکومت خپلو وګړو ته مالومات ورکي

۱۳۸۸ آذر ۱, یکشنبه

د آلمان د دفاع وزیر کارل - تیودور څو ګوتنبرګ د آلمان د افغانستان ماموریت د مفهوم او هدف د روښانه کولو لپاره د آلمان د پخوانیو حکومتونو پرکارونو باندی نیوکی وکړې....

https://p.dw.com/p/Kcxt
د جرمني د دفاع وزير کارل - تیودور څو ګوتنبرګ
د جرمني د دفاع وزير کارل - تیودور څو ګوتنبرګانځور: dpa

څو ګوتبرګ آلمانی ورځپاڼي،Leipziger Volkszeitung، ته په یوه مرکه کی چی وویل: « د آلمان د ماموریت لپاره استدلال په لومړی سر کی آسانه ؤ.» هغه وویل: له بده مرغه، هغی یوی اړتیا ته چی د خپل هیواد خلکو ته د بهرنیو ماموریتونو موخي په سمه توګه واضح او روښانه شي، پخوانیو حکومتونو سمه پاملرنه نه ده کړې،که نه نو نن به د هندوکوش د غرو په لمنو کي د آلمانی سرتیرو ماموریت به تر دې حد او اندازې پوري د خلکو له مخالفت سره مخامخ شوی نه وای.

په عین وخت کی د آلمان د مسیحی سوسیال د اتحاد یا csu نوموړی سیاستوال د حکومت مخالف لوری، سوسیال دیموکرات ګوند, spd ته خبرداری ورکړ چی د افغانستان د ماموریت په مسأله کی چی په دی نژدی وختو کی د آلمان پارلمان د هغه د تمدید په هکله باید تصمیم ونیسی، ډیر زیات د مخالفت لاره غوره نه کړی. څو ګوتنبرګ وویل: دی هیله من دی چی spd ، په پخوانیو حکومتونو کی د خپل مسوولیت په پام کی نیونی سره، تر یوی معقولی لارښونی لاندی د سیاست په نسبت ټینګ پاتی شی.

د افغانستان د راتلونکی ستراتيژی او د هغی په اړه د متحدینو دندو په هکله په راتلونکو ورځو کی د متحده ایالاتو د جمهور رییس بارک اوباما یوی اساسی وینا ته په اشاری سره څو ګوتنبرګ وویل: مونږ اوس د افغانستان د امنیتی جوړښت د سیمه ایزو کولو لپاره ، په نوی ستراتيژی کی خپل نوی مناسبه ونډه اواخیسته.»

د آلمان د دفاع وزیر دا نظر رد کړ چی ګواکی د نوموړی ستراټيژی په هکله د اوباما د د وینا سره آلمان باید په اتوماتیکه توګه نوی مکلفیتونه په غاړه واخلی. هغه وویل: « په افغانستان کی د آلمان ونډه خورا اهمیت لری. په دی مسأله باندی جمهور رییس اوباما هم خبر دی. دا مونږ پوری اړه لری چی آیا چمتو یو نوری دندی په دغه هیواد کی په غاړه واخلو که نه.

د افغانستان د امنیتی جوړښت د سیمه ایز کولو او له دی سره د جمهور رییس حامد کرزی تر مشری لاندی د مرکزی حکومت د نقش نسبی کولو ته په اشاری سره د آلمان د دفاع وزیر Leipziger Volkszeitung نومی ورځپاڼی ته په خپله مرکه کی وویل: «کرزی یو ځل بیا چانس وموند چی د افغانستان د راتلونکی په جوړولو کی یو ستر او له مسوولیت څخه ډک نقش ولوبوی. د ګوتبرګ د خپلی جملی له مخی: هغه باید ډیر ژر د اثبات وړ او پریکړن بریالیتوبه ښکاره کړی.»

همدا راز دی پوښتنی ته چی آیا په یوه سیمه ایز امنیتی جوړښت کی کیدای شی « معتدل طالبان» هم شامل شی،د آلمان د دفاع وزیر په ځواب کی وویل: « دا مسأله تر زیاته حده دی پوری اړه لری چی آیا سیمه ایز قوتونه په نړیوال تروریزم کی لاس لری او که هغوی د افغانستان له لانجی سره اړه لری او یا قومی قبایلی ريښی لری. هغه وویل د دغی سیمه ایز امنیتی جوړښت د ستراتيژی له مخی، نړیوال ځواکونه یواځي د اړتیا په صورت کی د له ځان څخه دفاع کوی.»

د آلمان د دفاع وزیر ، څو ګوتنبرګ د جمعی په ورځ په کانادا کی په یو نړیوال امنیتی کنفرانس کی وویل چی « وضعیت په افغانستان کی د نړیوال امنیت لپاره خورا ستره ننګونه ده»

هغه څرګنده کړه چی « ناتو دغه ماموریت هغه وخت سرته رسولی شی چی د ناتو او د ملګرو ملتو تر منځ اړیکی د عمل په ډګر کی هم کار ورکړی.»

وروسته له هغی ]ی د مسیحی سوسیال ګوند دغه سیاست وال د دفاع وزیر په توګه وټاکل شوی دا لومړی ځل دی چی هغه په یو نړیوال امینتی کنفرانس کی ګډون کوی، له دغه کنفرانس څخه مخکی هغه په پاریس او واشنګتن کی له اړوندو چارواکو سره د خپلو لیدونو کتنو پایلی داسی بیان کړی:

« مهمه خبره دا ده چی سړی سمدلاسه د باور وړ فضا رامنځ ته کړی بیا سړی کولای شی چی په اختلافاتوی باندی خبری وکړی او په عین وخت کی مشترک ټکی پیدا کړی. او له دی لاری ډیر ژر نیتیجی سړی ورسیږی.»

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل