1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګلبدین حکمیتار د سولې له پاره خپل شرایط بدل کړي دي

۱۳۹۵ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

د حزب اسلامي یوه استازي ویلي دي چې دغه ډله له حکومت سره د سولې یوه تړون ته د رسیدو په موخه له خپل اصلي شرط، چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي، تیره شوې ده.

https://p.dw.com/p/1IPPh
انځور: AP

د حزب اسلامي یوه چارواکي امین کریم، ویلي دي چې د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار، اوس د کابل له حکومت سره د سولې یوه تړون ته د رسیدو په موخه له خپلې دې غوښتنې چې ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي تیر شوی دی.

د حزب اسلامي ګوند یوه برخه همدا اوس په حکومت کې ښکیله ده او د وزارتونو په شمول مهم دولتي پوستونه په لاس کې لري، خو د دې ډلې یوه بله برخه چې مشري یې ګلبدین حکمتیار کوي، اوس هم له حکومت سره وسلوال مخالفت کوي.

حزب اسلامي له څه مودې راهیسې له افغان حکومت سره په خبرو اترو کې ښکیل ده ترڅو د افغانستان د روانې جګړې یوې برخې ته د پای ټکی کیږي. تیر کال حکمتیار د سولې د یوه احتمالي تړون له پاره خپل اصلي شرطونه وړاندې کړل چې په کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل هم شامل وو.

کریم د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې «اوس له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل د حکمتیار له پاره یو شرط نه بلکه هدف دی».

ګلبدین حکمتیار د امریکا متحده ایالاتو له خوا نړیوال ترهګر بلل شوی دی. همداراز د هغه نوم د ملګرو ملتونو په تور لیست کې هم شامل دی. ډیر شمیر کسان په دې باور دي چې حکمتیار په پاکستان کې اوسیږي، خو د هغه پلویان بیا ادعا کوي چې د حزب اسلامي دغه رهبر د افغانستان په خاوره کې اوسیږي.