1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګلبدین حکمتیار کابل ته ورسید

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار، تر شلو کلونو وروسته د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسید. هغه تیر له افغان ولسمشر اشرف غني سره د سولې یو تړون لاسلیک کړی وو.

https://p.dw.com/p/2cKDF
Afghanistan PK Gulbuddin Hekmatyar
انځور: DW/O. Deedar

د ګلبدین حکمتیار یوه ویاند قریب الرحمان سعیدی، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «هو هغه کابل ته رسیدلي دی. هغه به لومړی خپل کور ته ولاړ شي او یو څه استراحت به وکړي.»

سعیدي روښانه کړې ده چې ګلبدین به د چهارشنبې په ورځ تر غرمې وروسته له افغان ولسمشر اشرف غني، سره هم وګوري.

د چهارشنبې په ورځ له ننګرهار ولایت څخه بیا تر کابل پورې له ګلبدین حکمتیار سره په سلهاو موټرې مل وې چې په کې یو شمیر وسلوال کسان سپاره ول.

Afghanistan PK Gulbuddin Hekmatyar
د ګلبدین حکمتیار د راتلو له پاره په کابل امنیتي تدابیرانځور: DW/O. Deedar

د دې ۱۶۰ کیلومتري لارې پر اوږدو ډیر شمیر پولیس هم ځای پر ځای شوي وو چې د هغه امنیت ونیسي. د حکمتیار استازو او افغان حکومت د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د سولې یو تړون لاسلیک کړی وو.

د دې تړون له مخې حزب اسلامي د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد خپله وسلواله جګړه پای ته ورسوله، او افغان حکومت هم د دې ګوند یو شمیر بندیان آزاد کړل.

دا د کابل حکومت له پاره د سولې په بهیر کې تر ټولو لوی پر مختګ بلل کیږي. تر دې مخکې د افغان حکومت د سولې عالي شورا نه وه توانیدلې چې له کومې لویې مخالفې ډلې سره یوې موافقې ته ورسیږي.