1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګرديز ـ بريد ۳۳ انسانانو ته مرګ ژوبله واړوله

۱۳۹۶ اردیبهشت ۳۰, شنبه

د افغانستان په جنوب ختيځ ولایت پکتيا کي د شنبې په ورځ پر يو بانک وسله وال بريد تر سره سو. بريدګرو په ګرديز کي د کابل نوی بانک په نخښه کړ.

https://p.dw.com/p/2dIAG
Karte Afghanistan Provinz Paktia Englisch
انځور: DW

وسله والو د شنبې په ورځ په ګرديز کي د نوي کابل بانک پر ودانۍ وسله وال بريد وکړ. په دغه بريد کي ۳ کسان وژل سوي او ۳۰ نور ژوبل سوي دي. د دغې مرګ ژوبلي په تړاو معلومات ځايي چارواکو ورکړي دي.

د پکتيا ولايتي وياند عبدالله حسرت و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي ياد بانک ته پنځه وسله وال کسان ننوتل. هغه ويلي چي دغه کسان چي په وسلو او د چاودېدونکو توکو په قمربندونو سنبال ول، په زور بانک ته ننوتل. له دوی څخه يو بريدګر هلته خپل چاودېدونکي قمربند ته چاودنه ورکړه.

وياند ويلي دي چي زيات تنخوا داره کسان دغه بانک ته ورغلي ول چي هلته خپل معاش تر لاسه کړي. د هغه په وينا په دغه وخت کي پر هغوی وسله وال بريد تر سره سو.

د پکتيا مرستيال والي عبدلولي ويلي چي زياتره کسان چي په بانک کي موجود ول، هغوی امنيتي کسان ول. هغه ويلي: «د يو ساعت وسله والې نښتي وروسته بريد ګر ووژل سول. له بده مرغه دوه پوليس او يو ملکي کس هم په دغه بريد کي وژل سوي دي.» د دغه چارواکي په وينا ۳۱ انسانان ژوبل سوي هم دي.

د دغه بريد پړه تر اوسه هيڅ کومي ډلې په غاړه نه ده اخيستې. په تيرو وختونو کي دغه ډول بريدونه وسله والو طالبانو او داعش تر سره کړي دي.

طالبانو به ۲۰۱۱ کال په ننګرهار کي د يو ورته بريد پړه په غاړه اخيستې وه. هغه وخت ۴۰ انسانان په جلال اباد کي وژل سوي ول.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.09.2016):