1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګاوک: په میانمار کې د مسلمانانو وضعیت د اندیښنې وړ دی

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۱, دوشنبه

د آلمان ولسمشر یواخیم ګاوک، میانمار ته د خپل سفر په ترڅ کې د بشري حقونو په وضعیت باندې سختې نیوکې وکړې او په خاصه توګه د بودیانو او مسلمانانو تر منځ اړیکې یې د اندیښینې وړ وګڼلې.

https://p.dw.com/p/1B6Km
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان ولسمشر یواخیم ګاوک، د یکشنبې په ورځ ناوخته میانمار چې پخوانی نوم یې برما دی، ته ورسید. آسیا ته دا د هغه د سفر دویم تم ځای دی. د خپل سفر په پیل کې د برمایي او آلماني ژورنالستانو پر وړاندې په خپلو لڼدو خبرو کې ګاوک، وویل چې هغه غواړي له خپل دې سفر سره د دې «هیواد تاریخي بدلونه» وستایي. د ولسمشر تین سین، تر مشرۍ لاندې میانمار چې له لسیزو راهیسې یې د پوځي دیکتاتورۍ څخه رنځ وړ، غواړي د دیموکراسۍ لار کې په پوره احتیاط سره گامونه واخلي.

ګاوک وویل چې آلمان او نړیواله ټولنه په دغه هیواد کې روان بدلونونه « په پوره خواخوږۍ او پاملرنې سره» څاري. هغه وویل: «له کابو ټولو لږکیو سره د اوربند تړونونه، د سیاسي بندیانو آزدول، په ټاکنو کې د منع کړای شوو ګوندونو له پاره اجازه او دغه راز د اساسي قانون پیل شوي اصلاحات ټولې هغه نښانې دي چې څرګندوي چې ولسمشر تین سین څومره د اصلاحاتو له پاره جدي دی.»

دغه راز د آلمان ولسمشر د میانمار د اپوزیسیون له مشرې او د نوبل د سولی جایزی له ګټونکي، سان سوچی سره هم ولیدل.

قومي شخړې د اندیښنې وړ دي

خو ګاوک وویل چې د ټولو پرمختگونو سره سره هغه نه شي کولای د هغو رپوټونو په هکله چوپ پاتې شي چې په میانمار کې د قومي شخړو او بیا په خاصه توګه د دغه هیواد د روهینګا د لږکیو د ناخوال وضعیت په هکله وخت په وخت خپریږي. روهینګا هغه مسلمان لږکي دي چې له لسیزو راهیسې په مینمار کې میشت دي، خو واکمن رژیم هغوی د خپلو اتباعو په توګه نه پیژني او هغوی بهرنیان ګڼي. د آلمان ولسمشر په خپلو یادونو کې وویل: « د بودیانو او د مسلمانانو ترمنځ اخ او ډب رنځ او بدمرغي رامنځ ته کوي.» په تیرو میاشتو کی د دغو دواړو قومونو تر منځ د سخت زورزیاتي پیښې رامنځ ته شوې وې.

د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک، د خپلو خبرو په تعقیب وویل چې دغو ستونزو ته په کتو سره، د شخړې اړخونه باید له یو بل سره نزدي شي. هغه وویل دا چې پخلاینه په یوه حقیقت واوړي، ټول باید په ګډه سولې ته د رسیدو له پاره زیار وباسي. د گاوک په وینا آلمان دې ته چمتو دی چې له میانمار څخه په دغه سخته لاره کې ملاتړ وکړي. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل له دغه لیدنې کتنې او هغه تړون چې د برما د پورونو په اړه لاسلیک شو، د برما او آلمان په اړیکو کې د یوه نوي فصل په پرانیستلو اوښتی شي. د دغه تړون له مخې آلمان د خپلو پورونو نیمه برخه چې چې شاوخوا ۱،۲ میلیارد یورو کیږي، برما ته وبخښلې.

گاوک، د سولې د نوبل جایزې له گټونکي سان سوچي سره هم ولیدل
گاوک، د سولې د نوبل جایزې له گټونکي سان سوچي سره هم ولیدلانځور: Bundesregierung/Guido Bergmann/dpa

میانمار له آلمان سره د اړیکو د ساتلو غوښتونکی دی

د میانمار ولسمشر تین سین، وویل چې له هیواد څخه یې آلمان هغه وخت ملاتړ کړی دی «چې ځیني لویدیځو هیوادونو په برما باندې ډیر فشار راوړ.» تین سین له آلمان څخه د تیرو ۲۰ کلونو له ملاتړ څخه ستاینه وکړه. همداشان د میانمار ولسمشر په راتلونکي کلونو کې له آلمان څخه د لا ډیرې همکاری غوښتنه وکړه.

په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ به د آلمان ولسمشر یواخیم گاوک د میانمار د مدني ټولنې له استازو سره خبرې اترې وکړي او په رنگون کې به د آلمان د اقتصادي استازو د یوه رسمي دفتر او د گویته انستیتوت د یوه مرکز په پرانیست غونډه کې گډون وکړي.