ګاوک په آلمان کي د اسلامي الهياتو د تدريس ستاينه وکړه
۱۳۹۲ آذر ۸, جمعهيوآخيم گاوک د آلمان د ميونستر ښار پوهنتون د ليدنې پر مهال د اسلامي الهياتو د ښووني ستاينه وکړه. په ميونستر پوهنتون کي د اسلامياتو داسي ښوونکي روزل کيږي چي وروسته به په آلماني ښوونځيو کي د اسلامي الهياتو تدريس کوي. د ياد پوهنتون تر څنگ د آلمان په تيوبينگن، فرانکفورت، گيسن او اېرلانگن نيورنبېرگ پوهنتونه هم دغه ډول ښوونکي روزي. دا چي د آلمان ولسمشر د دغه تحصيلي مضمون له درسونو څخه ليدنه کوي او هغه ستايي، د يو دوه اړخيزه درناوي په سترگه ورته کتل کيږي.
آزمايښتي دوره
د آلمان ولسمشر د ياد مضمون د درسونو د کتنې پر مهال وويل، دا مني چي د اسلامي الهياتو د مضمون په هکله يو شمېر چلينجونه او پوښتني لا پر ځای پاته دي. د هغه په وينا يوه بېلگه يې دا ده چي د دغه مضمون تحصيل کوونکي د زده کړو اړين مواد نه لري او بله دا چي يو شمېر انتظامي مسايل لا هم نه دي حل سوي.
د يوآخيم گاوک په وينا دغه نوی مضمون لا تر اوسه پوري په آزمايښتي دوره کي دی. ولسمشر وويل په آلمان غوندي آزاده ټولنه کي د دغه مضمون په اړه پر رامنځ ته کېدونکي پوښتنو باندي بايد آزاد بحث وسي او دغو سوالونو ته بايد په آرامي سره جواب ورکړل سي.
اسلامي ټولني پر خپل دريځ ټينگار کوي
په ميونستر پوهنتون کي د اسلامي الهياتو پر مضمون د انستيتيوت د رئيس موحاند خورشيدي او په آلمان کي د اسلامي ټولنو تر منځ لانجه راپورته سوې ده. اسلامي ټولنه پر خورشيدي باندي تور لگوي چي په خپلو درسونو کي د یوه داسي اسلام ښوونه کوي چي ډېر ليبرال دی. گاوک د ميونستر پوهنتون د کتنې پر مهال ويلي دي چي دا يوه ښه خبره ده چي د اسلام د پلوراليستي اړخ په هکله په پوهنتونونو کي په آزاده علمي توگه او د بنسټپالني له فشار پرته بحث وسي.
يوآخيم گاوک وويل چي په آلمان کي د ژوند کوونکو مسلمانو ښځو او نارينه وو له پاره دا د خپل راتلونکي له پاره يو گټور اقدام دی چي د خپل ورځني ژوند پر ديني اړخ باندي استدلال وکړي.
د آلمان د ولسمشر په وينا په دغه هيواد کي د دين له پاره هومره زيات ځای سته لکه اړتيا چي يې وي. گاوک دې ته هم اشاره وکړه چي په آلمان کي تقريبا څلور ميليونه مسلمانان ژوند کوي چي پکښي نيمه برخه يې آلمانی تابعیت لري.