ګاوک د المان د ولسمشرۍ له پاره ونومول شو
۱۳۹۰ اسفند ۲, سهشنبهد المان د حکومت ائتلافي گوندونه د یکشنبې په شپه د اپوزیسیون له گوندونو سره تر اوږدو بحثونو وروسته دې موافقې ته ورسیدل چې د المان د ولسمشرۍ له پاره یو گډ کاندید وړاندې کړي.
د مسیحي دیموکرات، سوسیال مسیحي او لیبرال دیموکرات ګوندونه د المان د حکومت ائتلافي گوندونه دي. د سوسیال دیموکرات او ګروینن گوندونه بیا په المان کې د دولت سیاسي اپوزیسیون جوړوي.
د رپوټونو له مخې صدرعظمې انګلا میرکل چې د مسیحي دیموکرات د ګوند مشره هم ده، له لیبرال دیموکرات او دغه راز له اپوزیسیون سره وروسته له تندو بحثونو د یواخیم ګوک پر ضد له خپل مخالفت څخه لاس واخیست او ویویل چې د هغې ګوند هم اوس موافق دئ چې نوموړی د المان نوی ولسمشر شي.
د المان د ولسمشرۍ له پاره یو نیم کال مخکې ګاوک د سوسیال دیموکرات او د ګرویینن یا زرغون ګوندونو له خوا کاندید شوی وو. خو د ولسمشرۍ په تیرو ټاکنو کې د انګلا میرکل مسیحي دیموکرات گوند او د هغې ائتلافي ګوندونه، مسیحي سوسیال او لیبرال دیموکرات بریالي شول چې خپل کاندید کریسیتیان وولف، د ولسمشر په توگه وټاکي.
وولف د تیرې جمعې په ورځ له یو لړ تورونو وروسته له خپل مقام څخه استعفأ وکړه. پر وولف له خپل رسمي مقام څخه د ناوړه گټه اخیستنې تور لگول شوی دئ.
د المان د سوسیال دیموکرات د ګوند مشر زیګما ګبرایل، د حکومت د ائتلافي ګوندونو د پریکړې هرکلی وکړ او ویویل چې دا هغه څه وو چې نوموړي ئې انتظار درلود.
ګبریل وویل چې د ولسمشرۍ په تیرو ټاکنو کې هم یواخیم ګاوک د هغوی کاندید وو، خو له «بدمرغه» د حکومت ایتلافي گوندونو له هغه سره موافقه ونه کړه.
د المان د لیبرال دیموکرات د ګوند مشر فیلیپ روسلر، د گاوک له کاندیدیدو سره خپلې موافقې ته په اشاره کولو سره وویل چې له دې کار سره غواړې چې د ولسمشر د ټاکنې تیر تاریخ بیا تکرار نه شي.
کله چې یواخیم ګاوک خبر شو چې دی یو ځل بیا د ولسشمرۍ له پاره کاندید شوی دئ، هغه وویل چې دا د هغه په ژوند کې نه هیریدونکي شیبه ده. هغه زیاته کړه: «دا ښکاره ده چې دا زما په ژوند کې یوه خاصه ورځ ده. په خاصه توګه مهمه خبره دا ده چې یو انسان چی څلویښت کاله د دیکتاتوري په تور نظام کې تر سختو ربړونو او کړونو لاندې په توره تیاره کې لوی شوی دئ، اوس د هیوا د د یو ستر مقام له پاره کاندیدیږي.»
ګاوک د پخواني ختیځ المان د دیموکراسۍ په غورځنګ او دغه راز د شوروي پلوې سوسیالیست رژیم په سولیزه توګه رانسکورلو کې ستره ونډه درلوده.
د المان له یووالي څخه وروسته هغه د پخواني خیتځ المان د استخباراتي اداری «شتازی» د دوسیو د څیړلو او پرانیستلو د کمیسیون ریاست په غاړه درلود.
د المان فدراله جرګه چې له سیاسي ګوندونو، پارلماني استازو او د مدني ټولنې له استازو څخه جوړه شوی ده، د ولسمشر د ټاکنې دنده پر غاړه لري. دا چې گواک د ټولو سترو ګوندونو له ملاتړ څخه برخه من دئ، نو د المان د راتلونکي ولسشمر په توګه د هغه ټاکنه هرو مرو خبره ده.
عبدالباري حکیم (آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش