«کېدای سي ياسر عرفات مسموم سوی وی»
۱۳۹۲ آبان ۱۶, پنجشنبهتر اوسه پوري سوسي کارپوهانو په علني ډول د خپلو ازموينو د نتايجو په اړه څه نه دي ويلي. خو د «الجزيرې» د عربي تلويزيون او بريتانوۍ ورځپاڼي «ګاردين» د راپورونو پر اساس د سوسي کارپوهانو آزموينو ښوولې ده چي عرفات احتمالاً د راديو اکتيف په يوه عنصر باندي مسموم سوی دی.
ويل سوي دي چي په هغه موادو کي چي يو کال دمخه د ياسر عرف له جسد څخه د آزموينو له پاره اخيستل سوي ول، ليدل کيږي چي د راديو اکتيف موادو پولونيم ۲۱۰ کچه تر نورمال حالت ۱۸ واري زياته ده. د عرفات کونډه آغلې شهي د خپل مېړه د طبيعي مرګ په اړه شک لري. هغه وايي چي دا يوه سياسي وژنه ده او دا د دغي «پېړۍ جنايت» بولي.
د لوزان پوهنتو روغتون د «راديو فزيک» موسسې کارپوهانو د روان مېلادي کال په جولای مياشت کي د خپلو آزموينو په لړ کي د عرفات په کاليو کي په زياته پيمانه د راديو اکتيف پولونيم مواد وموندل. د راديو اکتيف په دغي مادې سره په ۲۰۰۶ کال کي د «کا جي بي» پخوانی کارکوونکی الکساندر ليتوينينکو په لندن کي مسموم سوی وو.
د سوسي کارپوهانو له خوا د ياسر عرفات جسد تر څيرلو وروسته روسي او فرانسوي کارپوهانو هم د هغه له پوښتيو څخه د آزمويني له پاره مواد واخيستل او تر آزموينو لاندي يې ونيول. سوسي کارپوهانو د خپلو آزموينو پايلي په رام الله کي د فلسطين خپلواکمني ادارې ته سپارلي دي. په پلان کي ده چي د سوسي کارپوهانو د آزموينو نتايج به هغه مهال اعلان سي چي فرانسوي کارپوهان هم خپلي پايلي را وباسي. روسيې کارپوهانو په پولونيم سره د عرفات مسمومېدل دمخه لا رد کړي دي.
اسراييلو تور رد کړ
اسراييلي چارواکو د سويسي کار پوهانو د آزموينو دغه نتيجه بې عباره بللې او رد کړې ده. د «يوروشليم پوشت» ورځپاڼي د اسراييلو د بهرنيو چارو وزارت وياند جيګال پالمور، په حواله ويلي دي چي سويسي کارپوهانو په دغه تحقيقاتو کي نه د ياسر عرفات د کار دفتر او نه هم هغه روغتون پلټلی دی چي عرفات پکښې وفات سو.
خو د بريتانيا د عدلي طب کارپوه ديويد بارکلي، مطلقاً په دې باور دی چي د عرفات د ناروغی عامل په پولونيم باندی د هغه مسمومېدل وو. د هغه په خبره د راديو اکتيف دغه ماده کېدای سي د عرفات د نزدې کسانو له خوا هغه ته ورکړه سوې وي. هغه زياته کړه چي د دغي مادي د پوډرو احتمالي ورکول کېدای سي عرفات ته په خوړو د سترګو په څاڅکي او يا د غاښو په کريمو کي ورکړل سو وي. هغه وايي: «يو لږ اندازه پولونيم. مثلاً د یوې خانګري په شان که سړی اوبو ته واچوي او هغه اوبه وڅښل سي پنځوس تنه وژلای سي.»
ياسر عرفات چي ډېر وخت د فلسطين د آِزادۍ غوښتونکي سازمان مشر وو د ۲۰۰۴ کال په نوومبر مياشت کي د پاريس په يوه پوځي روغتون کي په ۷۵ کلنۍ کي مړ سو. هغه وخت راهيسي فلسطينان پر اسراييلو باندي تور لګوي چي ګويا مشر يې هغوی وژلی دی.