1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کېدای سي درې بريتانياوۍ له داعش سره يو ځای سوي وي

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۶, چهارشنبه

د بريتانيا د پوليسو پلټني ښيي چي د لندن درې تنې ځواني نجوني چي څو ورځي دمخه استانبول ته تللي او هلته لادرکه سوي دي، کيدای سي د ترکيې تر سرحد اوښتي او له «اسلامي دولت» ډلي سره يو ځای سوي وي.

https://p.dw.com/p/1EgtH
انځور: picture-alliance/dpa/Syriadeeply.org

د بريتانيا پوليسو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د فيبرورۍ۲۳مه) د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي دي چي هغه درې تنې نجوني چي تيره اونۍ ترکيې ته تللي دي، د سوريې خاوري ته اوښتي دي.

اوس داسي اندېښنې دي، چي گويا دغو نجونو تر دې دمخه له تروريستي ډلي «اسلامي دولت» سره لار جوړه کړې وه او اوس په سوريه کي ورسره يوځای سوي دي.

د بريتانيا د پوليسو په حواله شميمه بيگم او اميره عباسه ۱۵ کلني او خديجه سلطانه ۱۶ کلنه ده، چي د فيبرورۍ مياشتي پر ۱۷ نېټه ئې له لندن څخه استانبول ته پرواز کړی دئ.

د بريتانيا پوليسو يوازي دومره ويلي دي، چي دغه نجوني اوس په ترکيه کي نسته او سوريې ته اوښتي دي او نور جزئيات ئې نه دي وړاندي کړي.

پوليسو ويلي دي چي دوی اوس په ترکيه کي له خپلو ترکي همکارانو سره د دغي پيښي په پلټنه بوخت دي.

داسي ويل کيږي چي کيدای سي دغه درې تنې جنوني د انترنيت له لاري د افراطي ډلي «اسلامي دولت» په دام کي لوېدلي وي.

دغي تروريستي ډلي په دې وروستيو کي د انترنيټي تبليغاتو له لاري له غربي هيوادونو څخه ځان ته جنگيالي جذب کړي دي.

د بريتانيا امنيتي ځواکونه وايي چي تر اوسه پوري د دغه هیواد نزدې ۵۰۰ کسانو له بېلابېلو لارو خپل ځانونه د «اسلامي خلافت» سیمي ته رسولي دي او له داعش سره يو ځای سوي دي.

ترکيه چي په دې وروستيو مياشتو کي په دې تورنه وه چي د خپلي خاوري له لاري له داعش سره د يوځای کېدونکو کسانو مخه نه نيسي پر بريتانيا باندي د معلوماتو د رسولو په برخه کي د سستۍ تور لگولۍ دئ.

د ترکيې د لومړي وزير مرستيال ويلي دي چي درې ورځي تيري سوي دي چي د بريتانيا پوليسو د ترکيې چارواکو ته په دې اړه خبر ورکړی دئ.

خو د لندن پوليسو په خپله بيانيه کي ويلي دي، چي په لندن کي ئې د ترکيې سفارت چارواکو ته د دغو نجونو د لادرکه کېدو يوه ورځ وروسته معلومات ورکړي ول.