1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیوبا اصلاحات پلي کوي

محمد قاسم نوری (آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۱, یکشنبه

د کیوبا دولتي مشر راول کاسترو، په جنوبي افریقا کي له ولسمشر اوباما سره تر لاس ورکولو دوې اوونۍ وروسته خپل پخواني دښمن امریکا ته د خبرو اترو بلنه ورکړې ده. د دې تر څنګ په هاوانا کي اصلاحات دوام لري.

https://p.dw.com/p/1AenL
راول کاستر او ولسمشر اوباماانځور: Getty Images

کاسترو په هاوانا کي وویل چي د کیوبا دولت په دې نظر دی چي کولای سي له امریکا متحده ایالاتو سره مدني اړیکې رامنځ ته کړي، خو د هغه په خبره د کیوبا سیاسي او اقتصادي نظام داسې موضوعګانې نه دي چې ورباندې معامله کیدلای سي.

اوباما د روان کال د دسمبر میاشتې په لسمه نیټه د جنوبي افریقا د ملي اتل نیلسن ماندیلا، د مړیني د غم او ویر د مراسمو پر مهال په جوهانیس برګ کي کاسترو ته لاس ورکړی وو. دا لومړی ځل وو چي د دواړو هیوادونو د لوړپوړو سیاستوالو له خوا دا ډول د ښه نیت یو عمل تر سره سو. امریکا متحده ایالات او کیوبا له ۵۰ کلونو راهیسې په دښمني کي ژوند کوي.

له بلې خوا کیوبا غواړي په هغه قانون کي اصلاحات رامنځ ته کړي چې په دغه کمونستي جزیره يې هیواد کي پانګه اچونې ته زمینه برابروي. د کیوبا دولتی مشر راول کاسترو، وویل: «بهرنۍ پانګې د دغه هیواد د اقتصادي او ټولنیزې ودې او پرمختیا له پاره بې ساری اهمیت لري.»

په نظر کي ده چي د مارچ په میاشت کي د کیوباد ملي شورا (پارلمان) یوه فوق العاده غونډه جوړه کړي او پر دغه موضوع باندې بحث وکړي. د ۱۹۹۵ کال د قانون پر اساس چي اوس هم معتبر دی ټول بهرني پانګه اچونکي باید د یوه دولتي کیوبایی شرکت سره مشارکت وکړي ترڅو وسي کولای چې په دې هیواد کې پانګونه وکړي.

دولت اوس هم کنترول کوي

قدرت ته د راول کاسترو تر رسیدو وروسته د کیوبا حکومت هغه بخشونه تقویه کړي دي، چي په کي شخصي شرکتونه د فعالیت اجازه لري. خو سربېره پر هغه هم حکومت د ژورو اقتصادي اصلاحاتاتو په پلي کولو کې پاتې راغلی دی. اقتصاد اوس هم د دولت له خوا کنترولیږي. د کیوبا دولت نړیوالو مالي بازارونو ته لاسرسی نه لري او د خپل متحد وینزویلا ارزانه تیلو او میلیاردونو مرستو ته اړ دی. د یوه کیوبایی میاشتنې اوسط عاید تر ۲۰ ډالره هم کم دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب