کینیا: د مرستندویه ټولنې تښتول شوي کسان آزاد کړای شوي دي
۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبهاعلان
د کینیا د پوځ په وینا د مرستندویه ټولنې تښتول شوي څلور بهرني اتباع تیره شپه د یوې وړې جگړې وروسته آزاد کړای شوي دي. د پوځ د ویاند په وینا هغوی آزاد کړای شوي دي او له دوی سره خوندي دي. د سومالي قوماندانانو هم د دغه کسانو آزادیدل تائید کړي دي. دغه بهرني اتباع چې له یوې نارویژني ټولنې سره ئې کار کاوه د جمعې په ورځ د داداب د مهاجرینو کمپ ته څیرمه تښتول شوي وو.