1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیم جونګ ان د شمالي کوریا نوی مشر شو

۱۳۹۰ دی ۸, پنجشنبه

د شمالي کوریا د پخواني مشر، کیم جونګ ایل، زوی د پنج شنبې په ورځ د دغه هیواد د نوي مشر په توکه ونومول شو. هغه د خپل پلار د جنازې د مراسمو د لمانځلو په دویمه ورځ د رزګونو کسانو په وړاندې د نوي مشر په توګه اعلان شو.

https://p.dw.com/p/13bNd
د ان مشرۍ به د شمالي کوریا پارلمان او نور مشران هم تایید کړي
د ان مشرۍ به د شمالي کوریا پارلمان او نور مشران هم تایید کړيانځور: AP

د پنج شنبې په ورځ هم د شمالي کوریا پلازمینې کې په لس ګونو زره کسان سره راټول شوي ول ترڅو د خپل مړ شوي مشر د جنازې د مراسمو دویمه ورځ ولمانځي.

د شمالي کوریا تشریفاتي مشر، کیم یونګ نام، د دغه هیواد د پخواني مشر زوی، کیم جونګ ان، د شمالي کوریا د او د دغه هیواد د پوځونو د مشر په توګه ونوماوه.

دغه چارواکي وویل چې کیم جان ان د خپل پلار څخه رهبري، شخصیت او نور خصوصیات په میراث وړي دي. هغه زیاته کړه چې ان به د شمالي کوریا د حاکم کمونست ګوند مشر وي.

د کیم د جنازي د مراسمو په دیمه ورځ هم په زرګونه کسانو سړکونو ته په ویر راوتلې ول
د کیم د جنازي د مراسمو په دیمه ورځ هم په زرګونه کسانو سړکونو ته په ویر راوتلې ولانځور: AP

وروسته له دغې اعلامي د شمالي کوریا دولتې تلویزیون کیم جون ان د دغه هیواد د حاکم ګوند، د کوریا او د پوځ د مشر په توګه یاد کړ. د ان مشري به د شمالي کوریا پارلمان او نور مشران هم تصدیق کړي.

ان په داسې حال کې چې تور بالا پوش یې پر تن وو او د احترام په توګه یې خپل سر ټیټ نیولی وو د خپل د پلار د جنازې د مراسمو په دویمه ورځ څرګند شو.

د شمالي کوریا تشریفاتي مشر، کیم یونګ نام، په خپلو خبرو کې د دغه هیواد له مړ شوي مشر د نړیوالې سولې په برخه کې هغه د کارونو له کبله ستاینه وکړه. هغه د ایل د مړینې څخه د شمالي کوریا له پاره د یوې لوې ضایعې په توګه یادونه وکړه.

درې دقیقې چپتیا

کله چې د ایل د جنازې د دویمې ورځې مراسم پای ته ورسیدل په ټوله شمالي کوریا کې د دریو دقیقو لپاره عمومي چپتیا اعلان تر سره شوه. د چپتیا وروسته په دغه هیواد کې کښتیو او اورګاډو خپل هارنډونه وغږول.

د ایل د جنازې مراسم یوازې د شمالي کوریا د دولتې تلویزیون لخوا ښکاره شول. ایل د رواني میاشتې په ۱۷ نیټه د زړه د حملې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم