کیف او یاغیان پر یوه اوربند راضي شوي
۱۳۹۴ شهریور ۵, پنجشنبهد اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان(OSCE) یوه چارواکي مارتین سایدیک خبریالانو ته ویلي دي چې دواړه اړخونه پر دې راضي شوي دي چې د اوکراین په ختیځه سیمه کې سوله رامنځ ته کړي او «په گډه د مېنسک تړون عملي کړي.»
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د اوکراین، روسیې او بیلتون غوښتونکو د مشرانو تر منځ په اصطلاح «د تماس ډلې» غونډي څارلي دي.
سایدیک د سپينې روسیې په پلازمینه مېنسک کې خبریالانو ته ویلي دي: «درې اړخیزه (تماس ډله) داسې فکر کوي چې د راتلونکي تعلیمي کال تر پیل دمخه د اوربند یوه ټینگ تړون ته رسیدل مهم دی.»
د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو مرکچي ولادیسلاو داینگو ویلي دي: «د سپتمبر د لومړۍ نیټې څخه د بمباریو د ختمولو وړاندیز وو. نن داسې هیله ده چې د سپتمبر میاشتې له دوهمې نیټې څخه موږ په بشپړه توگه پر اوربند بریالي شو. اوسمهال ټولو اړخونو څرگنده کړې ده چې دغې طرحې ته ژمن شي.»
د دغې اعلامیې تر خپریدو څو ساعته مخکې کیف وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دوی دوه عسکر د بیلتون غوښتو په یرغلونو کې وژل شوي دي.
د مينسک تړون
د اوکراین کړکېچ چې د تیر میلادي کال په اپریل میاشت کې د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکتور یانو کوویچ له واکه تر لیرې کیدو وروسته د روسیې له خوا د کریمیا د نیمه ټاپو تر الحاق وروسته، پیل شوی دی تر اوسه پکښې۶۴۰۰ انسانان وژل شوي دي.
اوکراین او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو د آلمان او فرانسې د مشرانو او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د استازو په حضور کې د مينسک د سولې تړون لاسلیک کړ. لویدیځ هیوادونه پر روسیې باندي د اوکراین په ختیځ کې د جنگیالیو د ملاتړ تور لگوي، خو روسیه هغه ردوي.
د چهارشنبې په ورځ د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د مينسک تړون د تطبیقیدو په هکله د روسیې د مسوولیت د ادا کولو پر سر ټینگا کړی وو.