1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان میرمنو ډیرې لاس ته راوړنې لرلي دي»

سید ریاض/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۲۵, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې افغانستان د ښځو د پرمختگونو په برخه کې یوه مهم پړاو ته رسیدلی دی او په راتلونکي امنیتي تړون کې باید د ښځو د حقوقو احترام وشي. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1AIfr
انځور: DW/M. Farahmand

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې افغان میرمنې او نجونې له ۲۰۰۱م کال راهیسې له ډیر پرمختگ څخه برخمنې دي او په لویه کچه تعلیم، روغتیايي خدماتو او ټېکنالوژۍ ته لاس رسی لري. خو هغه یادونه وکړه چې ډیری افغان میرمنې انديښنه لري چې نه شي دغه ټولنه یو ځل بیا د طالبانو د واکمنۍ په شان وخت ته وروگرځي.

کیري په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «کله چې افغان میرمنې مخ پر وړاندې حرکت کوي، باور وکړئ، چې هغوی هیڅ کله نه غواړي چې هغو ورځو ته وروگرځي چې طالبانو پکې واکمني درلوده.» هغه یادونه وکړه چې په افغانستان کې د ښځو لاس ته راوړنې د «د پام وړ دي» او دا به یوه لویه غمیزه وي که چیرې دغه لاس ته راوړنې له خطر سره مخامخ شي.

جان کیري، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن او د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بوش میرمنې لاورا بوش د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر ۱۵مه) په جورج ټاون پوهنتون کې جوړ شوي فورم کې دې خبرې ته اشاره وکړه چې افغان نجونو او میرمنو ښوونځیو ته د تگ، د هیواد په مقننه قوه کې د کار کولو او خپلو شخصي تجارتونو د لرلو په برخه کې لوی گامونه پورته کړي دي.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه له افغانستان څخه ټول جنگي ائتلافي ځواکونه راووځي. امریکا متحده ایالات او افغان حکومت د یوه دوه اړخیز امنیتي تړون پر سر خبرې اترې کوي چې له دغه نیټې وروسته به په افغانستان کې د پاتي کیدونکو امریکایي ځواکونو څرنگوالی په گوته کړي. ویل کیږي چې د دغو ځواکونو شمیر به د ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ سرتیرو تر منځ وي او روزنیز او مشورتي نقش به ولري.

کیري په دې اړه خوشبیني څرگنده کړه چې ښایي په راتلونکو کې اوونیو کې به د دغه تړون په اړه یوه توافق ته ورسیږي. د هغه په وینا د تیر هر ځل په پرتله دواړه هیوادونه په اوسني وخت کې د دغه امنیتي پلان بشپړیدو ته نزدې شوي دي چې له افغانستان سره به د نوي مشارکت څرنگوالی تعریف کړي.

میرمن کلنټن وویل چې د پرمختگ له پاره امنیت تر ټولو مهمه موضوع ده او هیله یې څرگنده کړه چې د هر رنگه تړون له مخې به امریکایي ځواکونو له محلي تعقیب او قانوني مصؤنیت څخه خوندي پاتې شي. کلنټن په خپله وینا کې دې خبرې ته اشاره وکړه چې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د راوتلو تر مخه له دغه هیواد سره د سرتیرو د قانوني مصؤنیت په اړه یوې موافقې ته نه وو رسیدلي او دغه هیواد د تاوتریخوالي له سختو څپو سره مخامخ شو. هغې په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «دا د افغان حکومت له پاره یوه لویه پریکړه ده. که چیرې تاسې [افغانستان] دوه اړخیز امنیتي تړون ته داخل شي، دا به په دې معنی نه وي چې متحده ایالات به په دغه هیواد کې ډیر شمیر سرتیري ولري. بلکې دا به په دې معنی وي چې موږ به د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ له پاره دغلته حضور ولرو.»

کلنټن زیاته کړه که چیرې افغانستان دغه تړون امضا نه کړي نو په وینا یې «افغانستان به په بشپړه توگه یوازې پریښودل شي.»

میرمن بوش وویل دا چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، دا مهمه خبره ده چې امریکایان له افغانستان سره اړیکي وساتي. هغې زیاته کړه: «زه په دې اړه ډیره اندیښمنه یم چې یو ځل امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه راووځي، افغانستان ته به هیڅوک خپله توجه و نه کړي.»