ککړې اوبه هره ورځ 4500 تنه ماشومان وژني
۱۳۸۵ فروردین ۱۶, چهارشنبهد نړيوالې ټولنې هدف: که څه هم چې نړيواله ټولنه غواړي چې تر 2015 ميلادي کال پورې، د اوبولږوالی يا قلت 50% له مينځه يوسي، خو يونيسف فکرکوي چې، آسيا او افريقابه د زريزې دغه لوی هدف ته ونه رسيږي. دغه هدف ته د رسيدولپاره، بايدپه راتلونکوکلونوکې، يوازي د بې وزلو د هستوگنځيو څه باندې يوميليارد وگړوته، پاکې اوبه او د روغتياساتنې سامانونه ورسول شي.
په ځانگړې توگه بيا نجونې ځوريږي: د اوبو د لږوالي او د روغتياساتنې د خرابوشرايطوله امله، په ځانگړې توگه بيا نجونې ځوريږي. د هغوۍ گڼ شميرمجبورې دي چې، د يوه ټيم، سطل يا منگي اوبولپاره، هره ورځ په ساعتونوساعتونومزل وکړي. اوڅرنگه چې په گڼ شميرښوونځيوکې د نجونواوهلکانولپاره بيل بيل تشنابونو نشته، لويونجونوته اکثراً اجازه نه ورکول کيږي چې ښوونځيوته لاړې شي.
هره ورځ 63 ميليارده ډالره اقتصادي زيان: د اوبواوروغتياساتنې خطرناک حالت، ډيرې خرابې اقتصادي پايلې لری. د اټکلونوله مخې، يوازې په افريقاکې هرکال د اوبو د راوړلولپاره، 40 ميليارده د کار د وخت ساعتونه له لاسه ورکول کيږي. داسې اټکل کيږي چې، د اوبو د لږوالي له امله، د ښوونځي د وخت د ناغه شويوساعتونوپه سبب د اقتصادي توليد زيان، هره ورځ 63 ميليارده امريکايي ډالروته رسيږي.